بلخ ولایت کې د اقلیمي بدلونونو د پوهاوي روزنیز پروګرامونه ترسره شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۲۴
بلخ ولایت کې د اقلیمي بدلونونو د پوهاوي روزنیز پروګرامونه ترسره شول

۱۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست د بلخ د کرنې ریاست په همغږۍ ددې ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د بېلابېلو کلیو ۱۵۰ تنو بزګرانو او کلیوالو ته د اقلیمي بدلونونو په اړه د پوهاوي روزنیز پروګرامونه په لاره واچول.
یاد روزنیز پروګرامونه د بلخ ولایت د مرکز سربېره، دهدادي، بلخ، چمتال و شولگرې په ولسوالیو کې هم ترسره شوه.
د دې برنامې موخه د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د خبرداري سیستم فعالول او د سیمې د معلوماتو راټولول دي، څو دغه سکتور د نوو اقلیمي شرایطو سره ښه عیار شي.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست د یخ‌نۍ او طبیعي پېښو د تحلیل او ماډل جوړونې متخصص انجنیر دواجان همت وویل، چې په دغو پروګرامونو کې دبلخ ولایت د اقلیمي وضعیت، د اقلیم او اقلیمي بدلون، د اقلیمي بدلون د عواملو، پر کرنه او مالدارۍ سکتور د هغه د اغېزو، د سازګارۍ او سازښت لارو چارو او همدارنګه د مخکني خبراوي سیستم په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شول.
ښاغلی همت وویل، چې ددغو پروګرامونو په ترڅ کې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په تړاو او نورو چاپېریالي طبیعي پېښو په اړه ګډونوالو ته معلوماتي پرېزنټېشنونه وړاندې شوي دي.
ګډونوالو د دغو برنامو له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې دا ډول روزنیزې برنامې د کرنیزو زیانونو په کمولو، د بزګرانو د مهارتونو په لوړولو او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د عملي تدابیرو په پیاوړتیا کې اغېزمن رول لري.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست وايي، چې ورته برنامې به د نورو ولایتونو په کچه هم د سیمه‌ییزو بزګرانو په ګډون ترسره شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت