بلخ ولایت ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۱۲:۳۱
بلخ ولایت ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د یو پلاوي په مشرۍ د بلخ په ولایت کې  دکرنې وزارت د ستر او معیاري مسلخ ګټې اخیستنې ته د سپارلو په پآر چې خصوصي سکټور ته په اجاره ورکړل شوی دی یاد ولایت ته سفر وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت د ټرانسپورټ رییس مولوي نقیب الله ځلاند، د کرنیزو څېړنو لوی رییس مولوی نصرت الله طلحه، دکرنې وزارت د دفتر رییس مولوی خورشید، د خصوصي سکټور رییس مولوی شمس الله محمد، مولوی عبد الرحیم شاهد د تدارکاتو رییس او دکرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس مولوی مصباح الدین مستعین په دې سفر کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري ملتیا کوي.
ددې سفر موخه دکرنې وزارت د ستر او معیاري مسلخ ګټې اخیستنې ته سپارل دي، چې د بلخ اوسیدونکو لپآره د باکیفیته او معیاري غوښو د عرضه کولو په پار جوړه شوې ده.
دغه راز ټاکل شوې، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري ددې سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت له سیمه ییزو چارواکو، بزګرانو او مالدارانو سره هم وګوري او د دوی ستونزې او مشکلات واوري.

سفر وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت بلخ 
۱۳ دلو ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در راس یک هیت به منظور به بهر برداری مسلخ بزرگ و معیاری وزارت زراعت که به سکتور خصوصی اجاره داده شده است به ولایت بلخ سفر کرد.
در این سفر مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالدرای را  مولوی نقیب الله ځلاند رییس ترانپسورت وزارت خارجه، مولوی  نصرت الله طلحه رییس عمومی تحقیقات زراعتی، مولوی خورشید احمد رییس دفتر،  مولوی شمس الله محمد رییس سکتور خصوصی، مولوی عبد الرحیم شاهد رییس تدارکات، مولوی مصباح الدین مستعین ریس اطلاعات، آگاهی عامه وزارت زراعت همراهی می‌کردند.
هدف اس از این سفر به بهره برداری مسلخ بزرگ و معیاری می‌باشد که وزارت زراعت به منظور عرضه گوشت معیاری و با کیفیت و صحی برای باشنده گان ولایت بلخ ساخت است.
 همچنان قرار است در جریان این سفر مولوی عطاءالله عمری با مسولان محلی، متنفذین، دهقان و مالدارن ولایت بلخ دیدار کرده و مشکلات و پیشنهادات شان را جهت بهبود امور استماع نماید.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت