بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۸ - ۱۰:۱۸
بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق 
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې ولایت کې د رومي بانجانو د ترویج په برخه کې اغېزناکې چارې تر سره شوي دي.
دغه راز د بغلان د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمریت کارکوونکو ددې ولایت بزګرانو ته د رومي بانجانو د کرکېلي نوې لارې چارې ښودلې دي.
تېرکال په همدې شپو او ورځو کې د بغلان ولایت مرکز پلخمري په ښار کې یومن رومي بانجان په ۶۰ تر ۱۲۰ افغانیو خرڅېدل. خو سږکال هر من یې له ۴۰ تر ۸۵ افغانیو خرڅېږي.
تېرکال د بغلان ولایت په ۸۹۸ هکټاره ځمکه رومي بانجان کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه ۲۲ زره او ۲۶۶ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شوې وه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

لغمان کې سلګونو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین کمپاین پیل شو

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «افاې‌او» په مالي همکارۍ، د لغمان ولایت په ټولو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۹
Background image

کونړ کې ۵۵۲ کسانو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل شول او ۱۵ کیلومتره کانالونه ورغول شول

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوړو د خوندیتوب او د اوبو لګولو د کانالونو د بیارغونې پروژې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالی کې ۵۵۲ مستحقو کسانو ته د کار په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۲۸
Background image

پکتیکا کې سلګونو اړمنو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشل شوې

۳۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي حکم پر بنسټ، د دغه ولایت په درېیو. . .

بازگشت