بزګرانو ته د بدیلو معیشتونو رامنځته کولو په پار هلمند کې د څاڅکې اوبولګولو د پروژې پرانیسته

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۲۲
افتتاح پروژه آبیاری قطره‌ای در ولایت هلمند به‌هدف ایجاد بدیل معیشت برای دهقانان

۱۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هغو بزګرانو ته چې د کوکنارو له کرکیلې څخه لاس اخیستی او د بدیلو کښتونو پر لور یې مخه کړې، د بدیل معیشت د رامنځته کولو په موخه په هلمند ولایت کې د څاڅکي اوبولګولو پروژه پرانېسته.
یاده پروژه د کرنې وزارت د بدیل معیشت ریاست له بودیجې څخه د ۱۲ میلیونه او ۵۷۳ زره او ۱۲۱ افغانیو په لګښت تمویل شوې او د ۲۱۳ جریبه ځمکې په ساحه کې ۲۱۳ بڼوالو لپاره د کجکي، موسی‌قلعه، نهرسراج، لشکرګاه او خانشین په ولسوالیو کې پلي کېږي.
د دې پروژې د پلي کولو مسؤلیت د «داوري هلمند» لوژستیکي شرکت په غاړه لري، او په دې پروژه کې به په دغو بڼونو کې ۲۶ زره او ۶۲۵ نیالګي کېنول شي.
د پروژې د پرانېستنې مراسم د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي شیرمحمد حاتمي، د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج، د کرنې ریاست د یو شمېر کارکوونکو، سیمه‌ییزو متنفذینو او د سیمې د اوسېدونکو په حضور کې ترسره شول.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ژمن دی، چې د ورته پروژو د پلي کولو له لارې به د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د بزګرانو لپاره د حلال او پایدار معیشت زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۲۸
Background image

د ننګرهار مومندره کې لسګونو بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د روزنې او پالنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او اقتصاد ریاستونو په همغږۍ، د ماشوم ساتني نړۍوالې مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان د بیا رغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

بازگشت