بدخشان ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او حسابي رییس سفر

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۹

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس، مولوي ضیاءالدین واقف، بدخشان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست څخه لیدنه وکړه.
د دغه سفر په ترڅ کې د بدخشان د کرنې ریاست د مسؤلینو، آمریتونو او عمومي مدیریتونو د مسؤلینو په ګډون غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د عوایدو د عمومي وضعیت، عایداتي سرچینو، د عوایدو د راټولولو او تحصیل د بهیر، د ځمکو د اجارې ورکولو او نورو عایداتي سرچینو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
په غونډه کې د عوایدو د تحصیل په برخه کې شته ستونزې او ننګونې هم وڅېړل شوې او د عایداتي سرچینو پر پېژندلو او جدي تعقیب، د عوایدو د ضایع کېدو پر مخنیوي، د اجارې ورکولو د بهیر پر ښه والي، د اړوندو برخو ترمنځ د همغږۍ پر تأمین او د عوایدو د زیاتوالي لپاره د عملي لارو چارو پر رامنځته کولو ټینګار وشو.
د بدخشان د کرنې ریاست د بېلابېلو برخو مسؤلینو هم د شته خنډونو د له منځه وړلو، د روغنیاتو د سهمیې د زیاتوالي او د اړتیا وړ امکاناتو د برابرولو په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له راغلي پلاوي سره شریک کړل.
مسؤلینو د بدخشان د ۲۹ ولسوالیو، پراخې جغرافیې او د یو شمېر ولسوالیو د لرې والي او صعب‌العبور سیمو له امله، د کاري چارو د ښه ترسره کېدو لپاره د لازمو امکاناتو پر برابرولو ټینګار وکړ.
په دوام کې، مولوي ضیاءالدین واقف د مسؤلینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د عوایدو چارو ته پر جدي پاملرنې، د روڼتیا او کاري اصولو پر رعایت، د عایداتي سرچینو پر تعقیب، د عوایدو د ضایع کېدو پر مخنیوي او د اړوندو برخو ترمنځ پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
نوموړي همدارنګه د شته ننګونو د هواري او د عوایدو د مدیریت د لا ښه والي لپاره د لا ډېرو هڅو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۸:۴۹
Background image

د پنبې د بیې د ټیټېدو د لاملونو د څېړنې په موخه کندز ته د کرنې وزارت پلاوی سفر

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی د غلو دانو د پراختیا رییس، مولوي مصباح‌الدین مستعین، په مشرۍ کندز ولایت ته د پنبه‌کارانو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۹
Background image

بدخشان ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او حسابي رییس سفر

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس، مولوي ضیاءالدین واقف، بدخشان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۴
Background image

د تخار د کرنې ریاست د عوایدو او عایداتي سرچینو وضعیت وڅېړل شو

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس، مولوي ضیاءالدین واقف، تخار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت