بامیان د کال نږدې ۵۲ ټنه شات تولیدوي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۰ - ۹:۱۷
بامیان د کال نږدې ۵۲ ټنه شات تولیدوي
 
۹ وږی ۱۳۹۹
د بامیانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې د بې سارې ودې خبره کوي او وایي، چې په دې ولایت کې د کال نږدې ۵۲ ټنه شات تولیدیږي.
د بامیان دکرنې رییس عبدالوهاب محمدي وایي: «نږدې پنځه یا شپږ کاله کیږي، چې په بامیانو کې د شاتو مچیور روزل دود شوی دی او موږ ۷ تر ۸ د شاتو د تولیدي کوپراټیفونو ټولنې لرو، چې دغه ټولنې د پروسس مرکزونه هم لري.»
په همدې حال کې د یکاولنګ په ولسوالۍ کې د شاتو د پروسس د مرکز مسوول سیداحمدحسین اسلامي وایي، چې د کرنې وزارت مرستې او همکارۍ ددې لامل شوې، چې په بامیانو کې د شاتو تولید ډېر شي. هغه وویل: «دکرنې وزارت له خوا د شاتو مچیو د پراختیا پروژې له لارې پر موږ د ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت د شاتو مچیو روزنې اړونده توکي ووېشل شول. کوم څه چې زموږ لپاره ډېر د ارزښت وړ دي، شیشه یې بوتلونه دي، چې په شیشه یي بوتلونو کې شات په ښه کیفیت سره ساتل کیږي.»
هغه دغه راز زیاته کړه: «موږ دلته دکال درې تر څلور زره کیلو شات پروسسو او موږ د شاتو له نورو روزونکو څخه هم شات راټولولو. داسې چې د کال په پیل کې موږ هغوی ته د هغوی د اړتیا وړ توکي ورکوو او دکال په پای کې بیا له دوی څخه شات اخلو.»
په دې مرکز کې د شاتو پروسس په څلورو پړاوونو کې تر سره کیږي. لومړی د شاتو له کندو څخه اومه مواد د شاتو نوعیت ته په کتو راټول او نمونې ورنه اخیستل کیږي او بیا د ۱۲ تر ۴۸ ساعتونو لپاره په تحویل خونه کې ساتل کیږي. په همدې ترتیب سره په بېلابېلو کیفیتونو او اسټنډرډونو سره شات تولیدیږي.
دغه راز د «ګل زیبا» د کرنیز شرکت اداري مدیر سیدحسین حسیني وايي، چې یاد شرکت څلور ډوله شات تولیدوي. هغه وویل: «موږ څلور ډوله شات لرو، غرنی شات، د رشقې «شبشتې» دګل شات، د سنځلو دګل شات او د شفتلو د ګل شات.»
په ورته وخت کې ددې ولایت د شاتو یوتن روزونکې مرضیه وایي، چې په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې فارمونه د ودې په حال کې دي. مرضیه وایي لس کال کیږي، چې د شاتو مچۍ ساتې مخکې یې د شاتو یو صندوق مچۍ درلود خو اوس لس صندوقه لري.
مرضیې د کرنې له وزارته وغوښت چې د شاتو مچیو فارم لرونکو ته دې روزنیزې برنامې په لاره واچوي او د شاتو پلور لپاره دې بازارموندنه وکړي.
د بامیانو ولایت په ورس او پنجاب ولسوالیو کې تولید شوي شات، په دې ولسوالیو کې د غرنیو بوټو او ګلانو د شتون له وجې ځانګړی نوم او خوند لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۲۶
Background image

کندهار کې د شاتو تولید بې‌ساری زیاتوالی؛ د پسرلي په موسم کې ۴۴.۴ ټنه شات تولید او بازار ته وړاندې شو

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې د روان ۱۴۰۵ کال د پسرلي په موسم کې په دې ولایت کې د شاتو تولید د تېر کال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۲۱
Background image

د کرنې وزیر په بهرنیو چارو کې د هند د دولت له وزیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هند د بهرنیو چارو او نساجۍ وزارت له مرستیال وزیر، پبیترا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۲۰:۲۱
Background image

د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د اغېزمن تطبیق په موخه د عامه. . .

بازگشت