باغران او نهرسراج ولسوالیو کې د ځنګل پرې کولو په تور څو تنه ونیول شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
باغران او نهرسراج ولسوالیو کې د ځنګل پرې کولو په تور څو تنه ونیول شول

۵ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
په باغران او نهرسراج ولسوالیو کې د ځنګلونو او غرنيو ونو د پرې کولو په تور څو تنه ځایي اوسېدونکي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت کارکوونکو لخوا د امنیتي مسؤلینو په همکارۍ ونیول شول. نیول شوي کسان د یو مازدا ډوله موټر او ځنګلي بوټو سره یوځای عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.
د کرنې ریاست چارواکي وايي، د دې کسانو د نیولو موخه په راتلونکي کې د ورته غیر قانوني کړنو مخنیوی دی. دوی زیاتوي چې د طبیعي ځنګلونو، څړځایونو او شنو ساحو د ساتنې لپاره هڅې روانې دي او د دې سیمو د غصب او پرېکولو مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې ریاست اړوند د طبیعي سرچینو کارمندان په مکرر ډول د امنیتي مسؤلینو په همکارۍ ورته تورن کسان نیسي او عدلي او قضایي ادارو ته ور پېژني، ترڅو د طبیعي سرچینو ساتنه او د چاپېریال ساتنې موخې ترلاسه شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۹:۰
Background image

هلمند کې د ونو افتونو او ناروغیو مخنیوي په پار کمپاین پیل شو

۶ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټیو ساتنې او قرنطین مدیریت له خوا د ګرشک ولسوالی په بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

باغران او نهرسراج ولسوالیو کې د ځنګل پرې کولو په تور څو تنه ونیول شول

۵ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
په باغران او نهرسراج ولسوالیو کې د ځنګلونو او غرنيو ونو د پرې کولو په تور څو تنه ځایي اوسېدونکي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۰:۳۰
Background image

خوست کې د کبانو روزنې او هچرۍ جوړولو پروژې چارې وڅارل شوې

۵ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په څارنه کې د شمل فارم د کبانو روزنې او هچرۍ جوړولو پروژې د چارو نظارت ترسره شو. د دې څارنې. . .

بازگشت