بادغیس کې سږ د زعفرانو ۱۳ ننداریزې قطعې جوړ شوي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۱۵:۲۸
بادغیس کې سږ د زعفرانو ۱۳ ننداریزې قطعې جوړ شوي

۱۸ لړم ۱۳۹۹
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې روان کال په دې ولایت کې د زعفرانو ۱۳ ننداریزې قطعې جوړ شوي دي.
ددغو ننداریزو قطعو د جوړولو په پار د زعفرانو پنځه زره کیلو پیاز پېرل شوي او پر ۱۳ بزګرانو وېشل شوي دي.
دغه راز یاد ریاست ۳۰ کروندګرې مېرمنې د زعفرانو د کرکېلي، حاصل ټولولو او بازارموندنې په برخه کې روزلې دي.
د زعفرانو ننداریزې قطعې جوړول او د بزګرو مېرمنو روزل د ۴۰۲ زره افغانیو په لګښت ددې ولایت د قادس، مقر، آب کمري، قلعه نو ولسوالیو او مرکز کې پلي شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د کرنې وزارت او «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک، د کرنې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۴۰
Background image

غزني کې د پنځو زرو نیالګیو د کېنولو او ۱۵ لویو شنو خونو د جوړولو په اړه خبرې وشوې

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمداسماعیل شکیب، د چاپېریال ساتنې مؤسسې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یوان‌ډي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

بادغیس کې پر ۷۸۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «هلپ جرمني» او «رازي» مؤسسو په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو او. . .

بازگشت