اندخوی څخه تر شبرغانه او د هرات خواف اوسپنې پټلۍ د استملاک په اړه اداري غونډه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۹:۵۱
Aa

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو اداره کې له اندخوی څخه تر شبرغانه او د هرات خواف اوسپنې پټلۍ د استملاک په اړه اداري غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د استملاکي پروژو د همغږۍ رسسش الحاج شاه جهان جلات، د استملاک رییس مولوي حضرت محمد طیب، د ملکیتونو د تثبيت او تصفیې آمر عبدالرب صمدي او د اوسپنې پټلۍ د ادارې یو شمېر چارواکو ګډون درلود.
په پیل کې د استملاکي پروژو د همغږۍ رسسش مسوولینو ته د یادو ادارو ترمنځ د يو تفاهم لیک د ترتیبولو په برخه کې، چې پکې به د پروژې د نوم، د پروژې موقعیت، د هغې د کمیت او کیفیت، په سیمه کې د ټيمونو لپاره د موټرو د برابرول او همدارنګه د زیانمنو خلکو د زیانونو د جبران لپاره کافي بودیجه او یا په دې برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د عالي مقام د حکم په برخه کې خبرې وکړې.
ورپسې د اوسپنې پټلۍ ادارې د پروژو د مطالعاتو رییس عبیدالله د ځمکې د ادارې له مسوولینو سره خپل وړاندیزونه مطرح کړل.د اندخوی څخه تر شبرغانه د اوسپنې پټلۍ پروژه چې ۷۰ کیلومتره اوږدوالی لري او همدارنګه د هرات خواف اوسپنې پټلۍ پروژه په دوو پړاوونو کې چې لومړی پړاو یې ۴۳ کیلومتره او دوهم پړاو یې ۴۴ کیلومتره دی د استملاک په برخه کې له دې ادارې سره د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې د کرنې وزارت چارواکود هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او د اوسپنې پټلۍ له ادارې څخه يې وغوښتل، چې د هرې پروژې د استملاک لپاره باید له توضیحاتو سره جلا مکتوبونه ترتیب او د ځمکو ادارې ته يې واستوي، تر څو د استملاک ټیمونه ژر تر ژره د دغه ملي پروژې د ښه تطبيق لپاره ساحې ته واستول شي.

جلسه‌ای به منظوراستملاک خط راه آهن اندخوی الی شبرغان و خواف الی هرات برگزار شد
جلسه به منظور استملاک راه خط آهن اندخوی الی شبرغان و خواف هرات در ریاست عمومی اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد.
در این نشست شاه جهان جلات رئیس انسجام امور پروژه‌های استملاکی، مولوی حضرت محمد طیب رئیس استملاک، عبدالرب صمدي آمر تصفیه و تثبیت حق مالکیت ریاست تصفیه و مسوولان اداره ملی خط آهن اشتراک نموده بودند.
ابتدا رئیس انسجام پروژه‌های استملاکی به مسوولان در قسمت ترتیب یک تفاهم نامه بین هر دو اداره حاوی اسم پروژه، محل پروژه، کمی و کاستی آن، تهیه وسایط نقلیه برای تیم‌ها در ساحه همچنان بودیجه کافی به خاطر جبران خساره متضررین و یا هم حکم مقام عالی ریاست الوزرا امارت اسلامی افغانستان در مورد پروژه صحبت نمود.
در ادامه عبیدالله رئیس مطالعات پروژه‌سازی اداره خط آهن  پیشنهادات شان را به مبنی بر استملاک پروژه خط راه آهن اندخوی الی شبرغان که هفتاد کیلومتر و همچنان پروژه راه خط آهن خواف هرات در دو فاز که فاز اول آن ۴۳ کیلومتر و فاز دوم آن ۴۴ کیلومتر می‌باشد را بیان کرده و در قسمت استملاک آن با این اداره خواستار همکاری همه جانبه گردیدند.
در اخیر مسوولان وزارت زراعت وعده هرگونه همکاری را نموده و از مسوولان وزارت زراعت خواست تا طی مراحل اداری استملاک دو پروزه متذکره را تکمیل نمایند تا تیم‌های استملاک هر چه عاجل جهت تطبیق درست اين پروژی ملی به ساحه اعزام گردند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۵۱
Background image

د کندهار نېش کې ۷۵ تنه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د «ان.آر.سي» مؤسسې په تخنیکي همکاري او د نېش ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۳۴
Background image

شنې خونې د کندهار د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په پار نوی فرصت؛ ۱۰۰ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یو.ان.ډي.پي»په مالي ملاتړ، د کندهار ښار او ۱۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

د میدان وردګو په دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو جغتو او سید آباد کې د همکارو مؤسسو. . .

بازگشت