افغان زعفران د نهم ځل لپاره د نړۍ په کچه لومړی مقام خپل کړ

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۵:۲۰
افغان زعفران د نهم ځل لپاره د نړۍ په کچه لومړی مقام خپل کړ

۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د افغانستان زعفران د نهم ځل لپاره د بلجیم د ذایقې له نړۍوال انسټیټوت څخه د خوند «ذایقې» په برخه کې لومړی مقام ترلاسه کړ. په دغه انسټیټوټ کې د افغانستان په استازیتوب د هراتي زعفران شرکت زعفرانو څخه لابراټواري ازموینه اخیستل شوې وه.
هر کال د زعفرانو کیفیت معلومولو په پار له ټولو زعفرانو تولیدونکو هېوادونو څخه د بلجیم د ذایقې په نړۍوال انسټیټوت کې ټسټ اخیستل کېږي، چې د افغانستان زعفران د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د کیفیت او خوند له پلوه لومړی مقام خپل کړی دی.
د ذایقې نړۍوال انسټیټوت د بلجیم په هېواد کې موقعیت لري، چې هر کال د بېلابېلو هېوادونو خوراکي محصولات د ځانګړو معیارونو پر بنسټ ارزوي او د یاد انسټیټیوټ د ارزونو له مخې د افغانستان زعفرانو د غوره ذایقې له پلوه د لومړی مقام جایزه ترلاسه کړه.
زعفران د افغانستان له ارزښتناکو صنعتي بوټو څخه دی، چې د کرنې وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست د معلوماتو له مخې په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد د ۲۶ ولایتونو ۸ زره او ۳۰۴ هکتاره ځمکه د زعفرانو تر کښت لاندې وه، چې له دغو کروندو څخه ۲۳.۲۴۹مټریک ټنه زعفران راټول شوي دي، چې له دې ډلې ۲۲.۲۴۰ مټریک ټنه یې د هرات ولایت څخه راټول شوي وو.
د ننداریزو کروندو جوړول، د زعفرانو د پیازو وېش او د پروسس او بسته بندۍ توکو وېش او دغه راز تخنیکي او فني سلا مشورې هغه کارونه دي، چې د کرنې وزارت د زعفرانو د کروندګرو لپاره ترسره کړي او هڅه کوي چې دغه فعالیتونه زیات کړي.

زعفران افغانستان برای نهمین بار مقام نخست بهترین ذائقه را از آن خود کرد 
۱۵ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
 زعفران افغانستان برای نهمین بار در انستیتوت بین المللی ذایقه کشور بلژیک ( International taste Institute ) که از  زعفران شرکت هراتی زعفران به نمایندگی از افغانستان  تست لابراتوار گرفته شد از لحاظ ذایقه مقام نخست و تندیس (Superior Taste) را از آن خود ساخت. 
همه ساله از تمام کشورهای تولید کننده زعفران در انستیتوت بین المللی ذایقه در کشور بلژیک تست کیفیت زعفران گرفته می‌شود که زعفران افغانستان امسال نیز همانند سال‌های قبل جایگاه نخست کیفیت و ذائقه را از آن خود ساخته است.
انستتیوت بین المللی ذائقه در کشور بلژیک موقعیت دارد که همه ساله به اساس معیارهای مشخص محصولات غدایی کشورهای مختلف جهان را ارزیابی می‌نماید و مطابق به ارزیابی‌های انستتیوت متذکره زعفران افغانستان تندیس بهترین طعم را دریافت نموده است.
زعفران از نباتات صنعتی با ارزش افغانستان می‌باشد که به اساس معلومات ریاست احصایه و معلومات زراعتی وزارت زراعت در سال ۱۴۰۲ در مجموع ساحه ۸ هزار ۳۰۴ هکتار زمین  ۲۶ ولایت کشور تحت کشت زعفران قرار داشته که از آن  از ساحه  به مقدار ۲۳.۲۴۹ متریک تن زعفران جمع آوری شده بود که مقدار ۲۲.۲۴۰ متریک تن آن از ولایت هرات برداشت شده بود.
احداث قطعات نمایشی، توزیع پیاز زعفران، وسایل پروسس و بسته بندی  و اراییه رهنمایی های فنی و تخنیکی از کارهای است که وزارت زراعت برای زعفران کاران کشور انجام داده است و تلاش دارد که این فعالیت‌ها را بیشتر بسازد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت