افغانستان کې د بزګر مېلې او پنځه‌ويشتم کرنيز نندارتون سره يوځاي شئ!

mail-admin
بادام‌باغ

Event dates

Event dates -

Location بادام‌باغ

ټاکل شوې ده، چې د بزګر مېله او د کرنيزو توکو پنځه‌ويشتم نندارتون د ۱۳۹۹ يم کال د وري مياشتې له ۲ تر ۵ مې نېټې پورې، چې د۲۰۲۰ ام زيږديز کال د مارچ له ۲۱ تر ۲۴ نېټې سره سمون خوري د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام‌باغ کې په لاره واچول شي.
په دې کرنيز نندارتون کې، د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل ښه کيفيت لرونکي توکي، پروسس شوي توکي، لاسي صنايع، د افغانستان غوره زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهيزات، مثمر او غير مثمر نيالګي، کرنيز ماشينونه، د برېښنا توليدوونکي لمريز دستګاوې، کرنيز فعاليتونه او ستاسو د خوښي کلتوري بوختياوې نندارې ته وړاندي کيږي.
همداراز بايد وويل شي، چې په دې نندارتون کې د همغږۍ، متقابلې همکارۍ، د اړيکو پياوړتيا، د پانګونې تړونونو لاسليکولو او اعلانونو ته په پراخه کچه زمينې برابريږي.
په همدې موخه ټولو هغو شرکتونو ته چې د کرنيزو توکو، اوبولګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې کار کوي خبر ورکول کيږي، چې د نورو نندارتونونو په څېر د دوي باکيفيته توکو ته د بازار موندنې په موخه په پنځه‌ويشتم کرنيز نندارتون کې هم ننداريزې غرفې په پام کې نيول شوي دي. تاسو کولاي شئ، چې د غرفو د تر لاسه کولو په پار سر له ننه د ۱۳۹۸يم کال د کب تر ۲۴مې نېتې پورې د ثبت او غرفو اخيستلو په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختيا رياست د کرنيزو نندارتونونو امريت ته مراجعه وکړئ او يا په لاندې شمېرې او برېښناليک اړيکه ونيسئ:
۰۷۸۱۹۸۰۱۸۰ / ۰۲۰۲۹۲۲۴۴۰
af.gov.mail@agfair
يادونه: غوښتنې مو د ۱۳۹۸ يم کال د کب له ۲۴ مې نېټې وروسته نه منل کيږي.

د يادونې وړ ده، کومې غرفې چې په چارت کې په مشرحه توګه تشريح شوي دي؛ د کرنيز نندارتون تر پايه د څلورو وروځو لپاره د شرکتونو، پروژو، کوپراتيفونو، ټولنو، د کرنې اولاسي صنايعو اتحاديو او د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړونده رياستونو په واک کې ورکول کيږي.

34.5564422, 69.1178854