افغانستان لپاره د چرګانو روزنې کمېټه جوړه شوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۲ - ۸:۲۳
کمیته سکتور مرغداری سراسری برای افغانستان تشکیل شد

د هېواد په کچه د افغانستان لپاره د چرګانو روزنې کمېټه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري سره په همغږۍ، د دغې کمېټې د عمومي رییس عبدالمعروف ظفر په سرپرستی او د چرګانو روزنې د ټولو ټولنو په همغږۍ جوړه شوې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په دې اړه وویل: "زموږ موخه د دې سکتور لپاره د منظم چوکاټ جوړول دی، موږ به هر هغه خنډ چې د دې سکتور د پرمختګ مخه نیسي له منځه یوسو او تر یوه چتر لاندې په پوره همغږۍ سره به کار کوو. زموږ موخه د چرګانو روزنې د سکتور وده او پرمختګ دی، چې ډېر توایدات ولرو  او د وارداتو مخنیوی ووشي."
د کرنې وزیر زیاته کړه، د چرګانو د غوښې لپاره د معیاري مسلخونو جوړول، د خوراکي توکو خوندیتوب او له هر ډول ناروغیو څخه پاک او خلکو ته معیاري چوپړتیاوې وړاندې کول زموږ لویې موخې دي.
د دغې کمېټې يو شمېر غړي له بهر څخه د چرګانو د وارداتو د بندېدو غوښتونکي شول او په دې برخه کې يې د کرنې وزارت ملاتړ مهم وباله. د دې کمېټې غړي چې په هېواد کې د چرګانو د تولید د شرکتونو مسوولین دي، له خصوصي سکتور سره د حکومت همکاري اړینه ګڼي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د خصوصي سکټور په مرسته په هېواد کې د مالدارۍ سکتور په ځانګړې توګه د چرګانو د روزنې سکتور ته وده ورکړي، ترڅو له یوې خوا د ناروغیو د لېږد مخه ونیول شي او له بلې خوا د وارداتو کچه ټيټه او دننه په هېواد کې د تولیداتو زمینه برابره شي.

کمیته سکتور مرغداری سراسری برای افغانستان تشکیل شد

کمیته سکتور مرغداری سراسری برای افغانستان در هماهنگی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در وزارت زراعت آبیاری و مالداری با سرپرستی عبدالمعروف ظفر رییس عمومی این کمیته و تمام اتحادیه‌های مرغداری تشکیل شده است.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این باره گفت:« هدف ما ساختن یک چارچوب منظم برای این سکتور است، هر مانع که باعث عدم پیشرفت این سکتور گردد از بین برده و زیر یک چتر و در هماهنگی با هم کار می‌کنیم، مرام ما رشد و رونق سکتور مرغداری بوده که بیشتر تولیدات داشته باشیم و از واردات جلوگیری کنیم.»
 وزیر زراعت افزود ساختن کشتارگاه معیاری برای گوشت مرغ و داشتن امنیت غذایی و عاری از هر نوع مرض از اهداف کلی ما برای مردم و ارایه خدمات بهتر در این بخش است.
شماری از اعضای این کمیته خواهان بند ساختن واردات مرغ از خارج از کشور شده و حمایت وزارت زراعت را در این بخش مهم پنداشته اند. اعضای این کمیته که  مسوولان شرکت‌های تولید مرغ در کشور هستند همکاری دولت را سکتور خصوصی الزامی می‌دانند.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نظر دارد با حمایت سکتور خصوصی سکتور مالداری به ویژه مرغداری را در کشور رونق بیشتر دهد تا از یک طرف از انتقال امراض جلوگیری نماید و از سوی دیگر واردات کمتر و زمینه تولید در داخل کشور بیشتر شود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت