اسلام کلا او دوغارون بندرونو ته د ایران هېوا د ژمنو د تطبیق او څارنې د کمیټې سفر

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۹:۲۳
سفر کمیته تطبیق و نظارت از تعهدات به کشور ایران به بنادر اسلام قلعه و دوغارون

له ایران سره د افغانستان د اسلامي امارت د ژمنو د تطبیق او څارنې کمېټه چې د یوشمېر امارتي اداراتو د استازو په حضور کې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال په لارښوونه جوړه شوې ده د هرات ولایت اسلام کلا او د ایران د خراسان رضوي دوغارون بندروتو ته سفر وکړ.
دغه پلاوی د ایران له اسلامي جمهوریت سره د افغانستان د اسلامي امارت د ژمنو د عملي کولو او څارنې په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، بهرنیو چارو، مالیې، سوداګرۍ او صنایعو، ترانسپورت او د اسټنډرډ ملي ادارې د چارواکو په شتون کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ سلاکار محمد ابراهیم حکمت تر مشرۍ لاندې هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو له بندرونو څخه لیدنه وکړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم چې د دغه وزارت د استازي په توګه ددې پلاوي په اډانه کې شتون لري، د اسلام کلا او دوغارون بندرونو ته د سفر په ترڅ کې دکرنې سرکټور او د افغانستان دکرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو په برخه کې شته ستونزې بیان کړل او د ایران له سرحدي چارواکو څخه وغوښتل، چې د صادراتي کرنیزو محصولاتو د کنټرول، په لاس دکرنیزو محصولاتو د پلټنې مخنیوی، کرنیزو او نورو محصولاتو ته سرټفکېټ ورکول، د صادراتو اجازه لیک صادرول، د وارداتي او صادراتي محصولاتو فوموګېشن او د دواړو هېوادونو سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو برخې ته پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د ایران سرحدي چارواکو په پورتنیو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او د دواړو هېوادونو د پانګوالو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په خاطر یې د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.


سفر کمیته تطبیق و نظارت از تعهدات به کشور ایران به بنادر اسلام قلعه و دوغارون 

 کمیته تطبیق و نظارت از تعهدات امارت اسلامی افغانستان به کشور ایران که مطابق به هدایت معاونیت اقتصادی ریاست الوزرا با حضور نماینده گان چندین اداره امارتی تشکیل شده است به بنادر اسلام قلعه ولایت هرات و بندر دوغارون ولایت خراسان رضوی ایران سفر کردند.
این هیئت به منظور تطبیق و نظارت از تعهدات امارت اسلامی افغانستان به جانب جمهوری اسلامی ایران با حضور مسوولان وزارت‌های، زراعت، آبیاری و مالداری، امور خارجه، مالیه، تجارت و صنعت، ترانسپورت و اداره ملی استندر تحت سرپرستی محمد ابراهیم حکمت مشاور اقتصادی معاونیت افتصادی ریاست الوزرا به ولایت‌های هرات، فراه و نیمروز سفر کرده و از بنادر دو کشور بازدید کردند.
انجینرعتیق الله مسلم رئیس حفاظه نباتات و قرنطین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری که به نماینده گی از این وزارت در ترکیت هیئت حضور دارد در جریان سفر به بندر اسلام قلعه و دوغارون مشکلاتی که در سکتور زراعت و صادرات و واردات محصولات زراعتی افغانستان وجود دارد را بیان کرده و از مسوولان مرزی ایران خواستار توجه در کنترول محصولات زراعتی صادراتی، جلوگیری از تلاشی دستی محصولات زراعتی، ارایه سرتفیکیت برای محصولات زراعتی و سایر محصولات، صدور اجازه نامه صادرات، فوموگیشن محصولات صادراتی و وارداتی و تقویت هماهنگی جهت ایجاد سهولت برای تجاران دو کشور شد.
در همین حال مسوولان مرزی کشور ایران اطمینان همکاری را در بخش‌های فوق سپرده و خواستار تقویت روابط و همکاری دو جانبه جهت فراهم سازی سهولت‌ها برای سرمایه گذاران دو کشور شدند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت