ازبکستاني پلاوی کابل ته ورسید

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۹:۱۷
هیئت ازبکستان وارد کابل شد

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ازبکستان له هېواده د دولتي استازو او خصوصي سکتور له غړو څخه جوړ پلاوی، چې د دغه هېواد د کرنې وزارت مرستیال یې مشري کوله، کابل ته راورسېد. دغه پلاوی د کابل په هوايي ډګر کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او د حیواني روغتیا عمومي رییس مفتي ذاکرالله ذاکر له لوري هرکلی وشو.
د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې د ازبکستان پلاوی د افغانستان د کرنې وزارت له مسوولینو او د خصوصي سکتور له استازو سره د همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د ګډو فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړي.
د دې سفر موخه د تخنیکي همکاریو د زمینو ارزونه، د کرنیزو راکړو ورکړو زیاتوالی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعاملاتو پیاوړتیا ښودل شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت