اروزګان کې یوشمېر بزګران روزل کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۱۱:۰
اروزګان کې یوشمېر بزګران روزل کېږي

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١۷جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالي او د «کوار» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په څلور ولسوالیو کې د بزګرانو د سیمه ییزو ښوونځیو له لارې په بېلابېلو برخوکې یوشمېر بزګرانو ته روزنه ورکوي.
د اروزګان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت مرکز ترینکوټ، دهراوت، چوره او خاص اروزګان ولسوالیو کې د بزګرانو د سیمه ییزو ښونزیو له لارې لسګونه بزګرانو ته د کرکیلې په برخه کې د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د اروزګان دکرنې ریاست مسوولین وایي، چې د بزګرانو د سیمه ییزو ښوونزیو له لارې یادو بزګرانو ته د بڼونو د ښاخبرۍ، موسم سره سم دکرکیلې، میکانیزه کرکیلې او او عصري ماشینرۍ څخه د استفادې په برخه کې روزنه ورکول کېږي.
ددې پروګرام موخه د بزګرانو وړتیاوې لوړول، د عصري او میکانیزه کرکیلې دودول او په ټوله کې د بزګرانو د حاصلاتو د زیاتوالي له لارې د دوی عوایدو ډېرولو ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت