اروزګان کې پر سلګونو مالدارانو د شېدو ټولولو کڅوړې ووېشل شوې
۳۰چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د اروزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «او،اچ،ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي مرسته ددې ولایت د مرکز ترینکوټ، چنارتو او چارچینو ولسوالیو پر سلګونو مالدارانو د لبنې مصحولاتو راټولو کڅوړې وېشلي دي.
د اروزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وویل؛ په مرکز ترینکوټ او دوو ولسوالیو کې د «او.اچ، ډبلیو» مؤسسې له لورې سلګونو تنو مالدارانو ته د پاکو او صحي شېدو ټولولو لپاره د شېدو غټ ګیلاس، کټوۍ، سطل او جالۍ ورکړل شوه.
دیادو وسایلو او حیواني خوراکې د وېش موخه پدې ولایت کې د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا او دمالدارانو ملاټړ دي.