اروزګان کې پر زرګونو بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۱:۵۵
اروزګان کې پر زرګونو بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

١٧ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٥ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د اروزګان ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «او،اچ،ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د خاص اروزګان ولسوالی پر ١٥٠٠  اړمنو بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه.
د غنمو اصلاح شوي تخمونو د وېش په مراسمو کې د اروزګان د کرنې ریاست او د مرستندویو مؤسسو د استازو تر څنګ قومي مشران او یوشمېر بزګران اخیستې وه.
 د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې ولایتي مسوول  وویل، چې سږکال په اروزګان ولایت کې زرګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل کېږي، چې په خاص اروزګان کې ١٥٠٠ بزګرانو ته د وېش لړۍ پیل شوه. 
د اروزګان د کرنې ریاست استازي، د اصلاح شوي تخمونو پر ارزښت او ګټو خبرې وکړې او بزګرانو ته یې د کر سپارښتنې هم وکړې. هغه وویل چې د اروزګان ولایت د کرنې ریاست  او دخوړو او کرنې سازمان د ژمنې سره سم،  د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې په مناسب وخت کي  توزیع کړل. 
هغه وویل، چې د ياد پروګرام له تطبيق څخه يې موخه د اړمنو بزګرانو پر پښو اودرول دي، نوموړي له بزګرانو وغوښتل، چې پر خپلو ځمکو يې وکري، ترڅو اقتصادي وضعيت يې ښه شي.
د یادولو وړ ده، چې په نږدې ورځو کې به د نورو بزګرانو سروې هم وشي او د غنمو اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوی سرې به ورته ورکړل شي.
د اروزګان ولایت د کرنې ریاست هر کال د خپلو همکارو مؤسسو په مرسته زرګونه بزګرانو ته د زیات حاصل ترلاسه کولو لپاره اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز توکي توزیع کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت