اروزګان کې د لبنیاتو له پلورنځیو څارنه وشوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۳:۴۵
اروزګان کې د لبنیاتو له پلورنځیو څارنه وشوه 

۱۶ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د اروزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو له خوا، په دې ولایت کې د لبنیاتو له ګڼو پلورنځیو څارنه او ارزونه ترسره شوه. 
دیادې څارنې په ترڅ کې د لبني توکو د پېر- پلور د کار میکانیزم پلورونکو ته تشریح شو او دغه راز دوی ته سپارښتنې وشوې چې خپلې چارې د ځانګړې طرزالعمل له مخې مخته وړي تر څو د هلمندوالو د ښې روغتیا په برخه کې لازم خدمات وړاندې شي.
دغه راز یادو پلورونکو ته سپارښتنه وشوه، چې د خپلو هټیو پاکوالي، د حشراتو مخنیوی په موخه د ځانګړو جالیو کارولو، حفظ الصحې رعایتول او د لبني موادو کیفیت ساتلو په موخه د یخچال کارونې ته پاملرنه وکړي.
د یادولو وړ ده، چې د څارنې او ارزونې دغه لړۍ به په دوامداره توګه د ټاکلي پلاوي لخوا څخه ادامه ولري ترڅو هلمندوالو ته باکیفیته لبني توکي وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت