اروزګان کې د عشر او زکات په عوایدو کې د روڼتیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۹:۲۶
د اروزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عطاءالله راشد دخپل کار په دفتر کې د عشر اوزکات امريت آمر، د محاسبې امريت امر او د ولسواليو د عشر او زکات مديرانو له وزارت څخه راغلي د زکات له رییس مولوي برهان الدین برهاني او ورسره پلاوي سره په کتنه کې دعشر او زکات دعوایدو په شفاف ډول ټولولو، دتېر کال او سږ کال عوایدو پرتله کولو په هکله خبرې اترې وکړې.

د اروزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عطاءالله راشد دخپل کار په دفتر کې د عشر اوزکات امريت آمر، د محاسبې امريت امر او د ولسواليو د عشر او زکات مديرانو له وزارت څخه راغلي د زکات له رییس مولوي برهان الدین برهاني او ورسره پلاوي سره په کتنه کې دعشر او زکات دعوایدو په شفاف ډول ټولولو، دتېر کال او سږ کال عوایدو پرتله کولو په هکله خبرې اترې وکړې.
د زکات رییس مولوي برهان الدین برهاني وویل: «د عشر او زکات لوي ریاست غواړي، چې په ولایتونو او ولسوالیو کې د عشر او زکات کارکوونکو ستونزې، لاسته راوړتې، راتلونکي پلانونو او په شفاف ډول د عوایدو راټولولو کې ددوی د کارونو څخه څارنه ترسره کړي.»
ښاغلي برهاني زیاته کړه دوی د مرکز سربېره د ولسوالیو دعشر او زکات مدیرانو ستونزو د حل په موخه ولسوالیو ته سفرونه ترسره کوي، ترڅو معلومه کړي چې په کومه برخه کې مدیران ستونزې لري؛ ترڅو دحل لاره ورته ولټول شي.
نوموړې وویل د تېر کال او سږ کال عوایدو ټولولو او د پرچو د تطبیق په موخه له بزګرانو سره هم ناستې ترسره کوي.
د اروزګان ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عطاءالله راشد راغلو مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
مولوي راشد د عشر او زکات و کارکوونکو ته یې د اصولو له مخې دعشر او زکات د ټولولو سپارښتنې وکړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۴۳
Background image

خوست کې پر سلګونه بزګرانو د اصلاح شويو غنمو  تخمونو وېش پيل شو

د خوست ولایت په کرنیز سکتور کې د حاصلاتو د زیاتوالي او معیاري کرنې د ترویج په موخه، پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شويو غنمو  تخمونو وېش لړۍ رسماً پیل شوه.
په پرانیستغونډه کې د خوست دکرنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

د مخابراتي انتنونو د ځمکو د تثبیت لپاره د بودیجې تخصیص

د هېواد په کچه د مخابراتي انتنونو د ځمکو د تثبیت او پېژندلو په موخه، د ا.ا.ا عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله اته میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده، څو له مرکز څخه  یو پلاوی واستول شي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۴۰
Background image

د کرنې وزارت او دوو امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو  ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو. . .

بازگشت