ارزګان کې ۶۳۰ وچکالۍ ځپلو کوچیانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۱:۲۴
ارزګان کې ۶۳۰ وچکالۍ ځپلو کوچیانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰
د ارزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په مالي او د (HRDA) موسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز ترینکوټ په ۶۳۰ وچکالۍ ځپلو کوچیانو د څارویو خوراکي توکيوېشلي دي.
د ارزګان دکرنې رییس انجنیر احمدشاه خیري وایي، چې په یادو وچکالۍ ځپلو ۶۳۰ کوچیانو د څارویو دخوراکي توکو د وېش ترڅنګ د دوی د مالونو د خوندي کولو په پار د څارویو د چنجي ضد څلور زره او ۴۱۰ ډوزه واکسینونه هم وېشل کېږي.
په همدې حال کې د (HRDA) موسسې ولایتي مسوول عصمت الله اتل وویل، چې یاده موسسه د ارزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې له مالدارانو او بزګرانو سره مرسته او همکارۍ کوي، چې لومړی برخه یې پر ۶۳۰ وچکالۍ ځپلو کوچیانو د څارویو د خوراکي توکو وېش دی. دغه راز د همدې موسسې له لارې به  شاوخوا زر تنه د اوبولګولو په برخه کې په لنډ مهالو دندو وګمارل شي او ترڅنګ یې شاوخوا په زرو بزګرانو به د غنمو او سبو د اصلاح شویو تخمونو دوېش ترڅنګ به پر دوی کیمیاوي سرې هم ووېشل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت