ارزګان کې نږدې ۷۴ پراختیايي پروژې پلي شوي دي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۱۰:۵۱
ارزګان کې نږدې ۷۴ پراختیايي پروژې پلي شوي دي

۲۷ سلواغه ۱۳۹۹
د ارزګان دکرنې ریاست چارواکو، د یاد ریاست د ۱۳۹۹یم مالي کال د کړنو په هکله ددې ولایت خلکو ته حساب ورکړ او د ۱۴۰۰ام مالي کال پلانونه یې له خلکو سره شریک کړل.
ملت ته د دولت حساب ورکولو په پروګرام کې د ارزګان دکرنې رییس انجنیر احمدشاه خيري وویل، چې په ۱۳۹۹یم مالي کال کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو ترڅنګ د ارزګان د کرنې ریاست په دې ولایت کې نږدې ۷۴ پراختیایي پروژې پلي کړي دي، چې په کې د پیازو او کچالو صفر درجې زېرمتونونه، د مڼوا او انارو سړې خونې، نوي بڼونه او د نیالګیو قوریې جوړول، د اصلاح شویو تخمونو وېش، د حیواني او نباتي ناروغیو مخنیوی، بزګرانو اومالدارانو ته روزنیز پروګرامونه او عامه پوهاوی شامل دي.
ښاخلي خیري وویل، چې په ۱۳۹۹یم کال کې یې یوزرو ۲۴۰ جریبه نوي بڼونه او سوداګریزې بڼونه هم جوړې کړي دي.
احمدشاه خيري زياته کړه، چې د یادو پروژو په پلي کېدو سره د ارزګان ولايت دکرنې په سکټور کې د پام وړ بدلون رامنځته شوی او ترڅنګ یې ګڼو خلکو ته اوږدمهال او لنډمهالې دندې برابرې شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت