ارزګان کې سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۱:۱۵
ارزګان کې سکټوري غونډه دائره شوه

د ارزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مقام کي میاشتنۍ سکټوري غونډه دائره شوه.
  په یاده غونډه کې د ارزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریيس الحاج مولوي عبدالصمد مقبول او ددې ادارې یوشمېر کارکوونکو، د اوبولګولو رییس مولوي خليل الرحمن عمري، د همکارو مؤسسو مسؤلینو ګډون کړی وو.
په یاده ناسته کې دکرنې سکټور اړوند د مؤسسو چارواکو د تېرې میاشتې په لړکې د خپلو ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
په غونډه کي د ارزګان دکرنې ریيس الحاج مولوي عبدالصمد مقبول د مؤسسو مسؤلینو ته د چارو پر همغږۍ، همدارنګه د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېشنې په برخه کې یې پر کیفیت، پر وخت د سروې او توزیع چارو سرته رسولو او شفافیت ټینګار وکړ.
دغه راز ښاغلی مقبول او د ويالو پر پاک کارۍ او د ويالو د سربندو او د هغوی پر اهميت د مؤسسو چارواکو سره خبرې وکړې.
همدارنګه په یاده ناسته کې د هرې ادارې مسؤل په خپل وار سره خپل فعالیتونه، لاسته راوړنې، غوښتنې او ستونزې شریکې کړې، چې د غونډې ګډونوالو لخوا پرې خبرې اترې وشوې.
د یادوني وړ ده، چې د ارزګان په ولایت کې د کرنې سکټوري غونډه په میاشت کي یو ځل د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت