ارزګان کې د نیالګیو اېښودو کمپین پیل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۳۰ - ۸:۵۱
ارزګان کې د نیالګیو اېښودو کمپین پیل شو

۲۹سلواغه ۱۳۹۹
د ارزګان د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د نیالګیو اېښودو کمپین د ارزګان سرپرست والي انجنیر نعمت الله بختيار، د کرنې رییس احمدشاهخيري، سیمه ییزو چارواکو او د خلکو استازو په شتون کې پیل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ارزګان سرپرست والي وويل: «ارزګان کې هرکال په بېلابېلو نومونو  زرګونه نیالګي کرل کېږي خو سږکال دې هر ازګانی درې نیالګي یو د ځان لپاره، بل د هېواد او ارزګان د سمسورتیا په پار او درېیم د سولې په موخه کښېنوي. »
د ارزګان سرپرست والي ددې  ولایت له اوسیدونکو څخه غوښتنه وکړه، چې په دې کمپین کې برخه واخلي ترڅو هېواد مو زرغون او د سولې، ورورۍ او اخوت پیلامه شي.
د ارزګان سرپرست والي وویل: «د ارزګان ولایت د زرغونتیا او سمسورتیا په پار دې ټول ارزګانيان هلې ځلې وکړي، نیالګي دي کېنوې  او پر وخت  یې پالنه وکړي.»
په همدې حال کې د ارزګان د کرنې رییس احمدشاه خيري وویل، ددې لپاره چې ارزګان نسبتا یو ګرمسېر ولایت دی، د نیالګیو اېښود لړۍ پکې د سلواغې په میاشت کې پیل او د کب تر پایه ادامه لري.
ښاغلي خيري وویل، چې ددې کمپین په ترڅ کې د ارزګان د کرنې ریاست له خوا د ښار په بېلابېلو برخو کې اووه زره  زينتي  نیالګي اېښودل کېږي او ترڅنګ یې د ارزګان ولايت مرکز  اوو ولسوالیو کې د شکرپارې ۲۵ هکټاره نوي بڼونه جوړېږي.
احمدشاه خيري وویل،چې سږکال د ارزګان دکرنې ادارې له خوا د اووه  زره نیالګیو سربېره د خصوصي سکټور په نرسریو کې نږدې ۱۷۹ زره او ۵۰۰  نیالګي تولید او پر بزګرانو او بڼوالو د وېش په پار چمتو شوي دي.
همدارنګه ښاغلي خيري وويل،  نه يوازي دا چي دنيالګيو کېنول د چاپېریال د زرغونتیا اوهوا دپاکوالي لامل کېږي، ترڅنګ یې د هېواد او په ځانګړې توګه  د ارزګان ولايت په اقتصاد کې هم مهم اغيزه لري.
د ارزګان ولایت د کرنې ریاست ددې ولایت له خلکو غواړي، چې په دې کمپین کې ونډه واخلي او د ونو او نیالګیو ساتنې او څارنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

بازگشت