احتمالي وچکالۍ ته د تابیاوو نیولو په موخه غونډه په لاره واچول شوه
۲۵ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، احتمالي وچکالیو په پار د تابیاوو نیولو په موخه د کرنې وزارت د بېلابېلو برخه له چارواکو سره غونډه وکړه.
ښاغلی احدي، په دې غونډه کې چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې په هېواد کې د احتمالي وچکالیو د زیانونو د کچې ټیټولو په پار دې بېړنۍ برنامې او پلانونه ولري، ترڅو د کرنې او مالدارۍ برخې ته رسېدنه ووشي.
په دې غونډه کې د کرنې وزیر په سپارښتنې سره یو تخنیکي ټیم جوړ شو، ترڅو د کرنې وزارت شته شمېرو ته په کتو خپل تابیاوې ونیسي.