دکرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې(FAO) رییس سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۹:۱۷
دکرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې(FAO) رییس سره وکتل

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطا‌ءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې(FAO) رییس ریچارډ ټرانچارډ سره وکتل. ددې کتنې په ترڅ کې د واړو خواوو په چارو کې د لا ښه همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
دغه کتنه چې د کرنې وزیر په دفتر کې ترسره شوه، دواړو خواوو په افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو د پراختیا په پار د ګډو چارو او فعالیتو پر همغږۍ او ترسره کولو خبرې اترې وکړې.
د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د افغانستان له کروندګرو او مالدارانو سره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د هڅو او ملاتړ قدرداني وکړه او ویې ویل، چې د کرنیزو اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او د څارویو خوراکي توکو د وېش په برخه کې ستاسو مرستې بزګرانو او مالدارانو ته د ښو لاسته راوړنو لامل شوي دي او تر یوه کچه له کروندګرو سره د مرستې او همکارۍ لامل شوي دي.
دغه راز ښاغلي عمري د څارویو د نسل اصلاح، د اوبو لګولو د کانالونو په جوړولو، د څارویو د خوړو د برابرولو، د ملخانو له یرغل سره د مبارزې، د اصلاح شویو تخمونو د وېش زیاتوالي، د طبیعي زېرمو ساتنې په ځانګړې توګه ځنګلونه او د لبنیاتو د پروسس فابریکې جوړول ته د دې ادارې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه. هغه زیاته کړه: «د بهرنۍ ادارې او موسسې همکاریو ته سترګې په لار یو، ځکه چې یوازې د کرنې وزارت نه شي کولی د کروندګرو او مالدارانو ستونزې هوارې کړي، له څو لسیزو راهیسې په دې هېواد کې ګډوډي او جګړه روانه وه، دکرنې د پراختیا په برخه کې هیڅ کار نه دی شوی. خو بیا هم د   تېر کال په ترڅ کې د کرنې وزارت هڅې او ستاسو مرستې ددې لامل شوې، چې د خوراکي توکو په برخه کې د پرمختګ ولرو، په تېر کال کې مو زرګونه جریبه ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځولي دي او زرګونه جریبه مو پانګوالو ته د کار لپاره په اجاره ورکړي دي. دا کار د افغانستان په تاریخ کې بې سارې دی، ستاسو د ادارې د اصلاح شویو تخمونو وېش هم اغېزمن تمام شوي دي، ځکه زموږ محاسبه ښيي چې سږ کال به د غنمو حاصلات ۵ میلیونه متریک ټنو ته ورسېږي، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېره ۴ میلیونه متریک ټنو وه. اسلامي امارت هلې ځلې کوي په هر ډول، چې وي خلکو ته ګټور کارونه ترسره شي، ترڅو د بزګرانو او مالدارانو په ژوند کې مثبت بدلون راشي. 
دغه راز د کرنې وزیر د ځان بسیاینې لپاره د کرنې وزارت د متخصصینو او د بېلابېلو سوداګریزو ټولنو د استازو په ګډون د ځانګړو کاري کمیټو د جوړولو په اهکله هم خبرې وکړې: «موږ تر ډېره د څارویو د نسل اصلاح کولو، د چرګانو فارمونو زیاتولو، د بازار موندنې او مارکېټ ایجادو، د صادراتو زمینې برابرول، عصري کرنې معرفي کولو باندې ډېر تمرکز کوو ترڅو خلک د عصري کرنې او مالدارۍ په پوهېدو سره ډېره ګټه ترلاسه کړي، موږ تاسو او هرې بلې ادارې ته ډاډ درکوو چې پدې برخه کې مرسته وکړئ. ستاسو  یوه روپۍ هم بې ځایه نه مصرفېږي.» 
په ورته وخت کې، ریچارډ ټریچارډ د کروندګرو او بڼوالو سره د همکارۍ په موخه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پر ژمنتیا د خبرې وکړې: «سږ کال په پام کې لرو چې د غنمو ۳۱ زره متریک ټنه دغنمو اصلاح شوي تخمونه په بزګرانو ووېشو، همدا ډول د څارویو د خوراکي توکو او د سبو تخمونو وېش د هغو مرستو یوه برخه ده، چې د وچکالۍ له امله زیانمنو د سبو کروندګرو او بزګرانو سره مرستې کوو.
دغه راز ښاغلي ترنچارډ له بېلابېلو نړیوالو بنسټونو او موسسو سره د خپل سفر او خبرو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، ډېری نړیوال بنسټونه د افغانستان له کروندګرو او مالدارو کورنیو سره همکارۍ ته لېواله دي او دوی دې برخې ته ډېر ارزښت ورکوي.
ښاغلي ترنچارډ په راتلونکي کې په بنسټیزو برخو کې د کار کولو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «د کرنې وزارت د رغنده مشورې له مخې به له اوس څخه خپل فعالیتونه په بنسټیزو او اوږدمهاله کارونو متمرکز کړو.»
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) د کرنې له وزارت سره یو له همکارو بنسټونو څخه ده، چې له بزګرانو او بڼوالو سره یې په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې او دا همکارۍ دوام لري.


دیدار وزیر زراعت با رئیس سازمان خوراک زراعت ملل متحد (FAO) در افغانستان 
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با ریچارد ترانچارد رئیس خوراک و زراعت ملل متحد (FAO) در افغانستان   دیدار کرده  و دو طرف بر تقویت هماهنگی در بیشترد امور تاکید کردند.
این دیدار  که در دفتر وزیر زراعت صورت گرفت و دو طرف روی هماهنگی و  انجام کارهای مشترک در جهت انکشاف زراعت، مالداری و آبیاری در افغانستان صحبت کردند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت از تلاش‌ها و حمایت‌های سازمان خوراک و زراعت ملل متحد به خانواده دهقان و مالدار افغانستان قدردانی نموده گفت که کمک‌های شما در بخش توزیع تخم بذری، کودکیمیاوی و علوفه‌حیوانی سبب دستاوردهای خوبی  برای دهقانان و مالداران شده‌است و  تا اندازه‌ای دست دهقان را گرفته‌است."
 همچنان آقای عمری خواستار توجه بیشتر این نهاد در بخش‌های اصلاح نسل حیوانات، احداث کانال‌های آبیاری، تهیه خوراکه حیوانی، مبارزه با هجوم ملخ‌ها، افزایش توزیع تخم‌های اصلاح شده، توجه به حفاظت از داشته‌های طبیعی به خصوص جنگلات و ساخت فابریکه‌های پروسس لبنیات شده افزود:" چشم به راه همکاری‌های هر نهاد و سازمان خارجی می‌باشیم، چون به تنهایی وزارت زراعت نمی‌تواند مشکلات دهقانان و مالدارن را حل کند، چندین دهه در این ملک وضعیت نابسامان و جنگی بوده، روی انکشاف زراعت کار نشده، با آنهم تلاش‌های وزارت زراعت و کمک شما در سال گذشته باعث شده که پیشرفت‌های در بخش مواد خوراکی داشته‌باشیم، در یک سال گذشته هزاران جریب زمین را از تصرف غاصبان پس گرفتیم و هزاران جریب دیگر را به سرمایه‌داران به اجاره دادیم تا کار نمایند، این کار در طول تاریخ افغانسان بی‌سابقه بوده است، توزیع تخم اصلاه شده نهاد شما نیز موثر بوده‌است، چون محاسبه ما نشان میدهد  که حاصلات گندم امسال به ۵ میلیون متریک تن میرسد در حالی که سال گذشته این رقم ۴ میلیون متریک تن بود،  امارت در تلاش است تا به هر شکلی کارهای مفید به مردم بکند تا زندگی دهقان و مالدار تغییر مثبت کند".
وزیر زراعت همچنان ازایجاد کمیته‌های کاری مشخص شامل متخصصین وزارت زراعت و نماینده گان اصناف مختلف جهت رسیدن به خود کفایی سخن زده افزود" تمرکز بیشتر روی اصلاح نسل حیوانات، افزایش فارم‌های مرغداری، ایجاد مارکیت و بازاریابی، زمینه‌های صادرات، معرفی زراعت نوین داریم تا مردم با آشنایی زراعت و مالداری عصری منفعت بیشتر نصیب شان شود، به شما و هر نهاد  دیگر نیز اطمینان می‌دهیم که بیاید به این طبقه کمک کنید، یک روپیه پول تان بیجا مصرف نمیشود".
در همین حال ریچارد ترانچارد از معهد بودن سازمان خوراکه و زراعت ملل متحد به  همکاری با دهقانان و مالداران سخن زده افزود:" امسال در نظر داریم تا ۳۱ هزار متریک تن تخم گندم اصلاح شده را به دهقانان توزیع کنیم، همین گونه توزیع خوراکه حیوانی و تخم سبزیجات بخشی از کمک‌ها می‌باشد که سبزی کاران و دهقانان متضرر از خشک‌سالی را همکاری می‌کنیم".
همچنان آقای ترانچارد از سفر و گفتگوهایش بانهادها و سازمان مختلف جهانی سخن زده و از  اظهار داشت که اکثر نهادهای جهانی علاقه‌مند همکاری به خانواده دهقان و مالدار افغانستان می‌باشد و به این بخش خیلی اهمیت می‌دهند.
آقای ترانچارد از کار در بخش های بنیادی در آینده سخن زده افزود" نظر به مشوره‌های سازنده وزارت زراعت فعالیت‌های مان را  پس از این روی کارهای بنیادی و طویل المدت تمرکز می‌دهیم.
سازمان خوراک و زراعت ملل متحد(FAO)  از نهادهای همکار وزارت زراعت می‌باشد که در بخش‌های مختلف دهقانان و مالداران را کمک نموده‌است و این همکاری‌ها ادامه دارد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۵
Background image

خوست کې د لرګیو د ضبط او قاچاق د مخنیوي څارنه

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د لرګیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د ځنګلونو د حفاظت او د بیا احیا کولو  په پار د هڅو دوام

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځنګلونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د باغ داود سيمې د کورونو د سروې چارې پیل شوې

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ادارې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست مسوولينو او کارکوونکو لخوا د کابل ولايت په پنځمه حوزه او. . .

بازگشت