د لغمان د کب روزنې پر ۴۱ فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل کیږي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۷ - ۱۱:۱۸
د لغمان د کب روزنې پر ۴۱ فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل کیږي

۱۷ زمری ۱۳۹۸

په لغمان کې د کبانو فارمونو د ودې په حال کې ده او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي برنامه «NHLP» ددې ولایت د کبانو روزنې د فارم لرونکو د ملاتړ په پار پر یوشمېر فارم لرونکو د کبانو بچې وېشي. د لغمان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له خوا ددې ولایت په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې پر ۴۱ فارم لرونکو د کبانو ۱۰۰ زره بچي وېشل کیږي.
د لغمان د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په ۱۳۹۸ یم کال کې په دې ولایت کې د کبانو روزنې د فارمونو د پراختیا په پار یوشمېر پروژې په پام کې نویل شوي دي، چې په دغو پروژو کې پر فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل او د کبانو روزنې نوي فارمونه جوړول شامل دي.
د لغمان دکرنې رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال وایي، چې د لغمان په مرکز مهترلام او ددې ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې اته زره او ۱۵۶ هکټاره جبه زاره ځمکه شتون لري، چې د کبانو روزنې فارمونو لپاره مناسبه ده. ښاغلی خوشحال وویل، چې خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پار په پام کې ده، چې په دغو ځمکو کې د کبانو فارمونه جوړ شي.
په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر دوه زرو ته رسیږي، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې شتون لري او له دغو فارمونو څخه په کال کې څه باندې ۱۰ زره ټنه کبان تولیديږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۱:۵۲
Background image

د خوست ولایت تڼیو ولسوالی کې د ځنګلونو ساتنې او خوړو خوندیتوب لپاره ۵۰ لمریز پخلنځي ووېشل شول

۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمریت او د اړیکو دفتر په مالي همکارۍ، د تڼیو ولسوالی په کمکې ماڼې سیمه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۱:۴۶
Background image

هډې فارم کې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د امو د حاصلاتو بریالی فصل

۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
هډې فارم پورې اړوند د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د ثمرخېلو قوریه کې د ام (مېنګو) بوټو وده سږ کال د پام وړ وه، او حاصل یې په بریالیتوب سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۱:۴۴
Background image

کندهار کې د هندواڼو، خټکیو او انګورو سږني حاصلات د پام وړ زیات شوي

۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د هندواڼو، خټکیو او انګورو حاصلات. . .

بازگشت