د ننګرهار کانال ریاست دویم فارم کې محافظتي پولې جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۱:۴۸
د ننګرهار کانال ریاست دویم فارم کې محافظتي پولې جوړولو چارې پیل شوې

د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وايي، چې ددې ریاست اړوند دویم فارم کې د نږدې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت محافظتي پولې جوړولو چارې پیل شوي دي.
د چارواکو په خبره ددې پولې اوږدوالی درې زره متره ده، چې په بشپړېدو سره به یې سلګونه جریبه ځمکه د سېلابونو له ګواښ او تخریب څخه خوندي شي او ډېر شمېر ځمکه به ورسره جوړه او خړوبه شي. 
دا محافظوي پوله دوه کرنیز شرکتونه هر یو یحي خېل او رغبت الله مومند په ګډه جوړوي او د پلان سره سم به پرې دمالټې بڼونه او نور کرنیز فصلونه وکرل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت