فراه کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي کړنې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۷ - ۹:۱۹
فراه کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي کړنې

۷ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د فراه ولایت د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي په دې ولایت کې خپلې هلې ځلې کړني کړي دي.
ددغو هلو ځلو په ترڅ کې د فراه ولایت د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي ددې ولایت دکرنې په ریاست کې د غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ددې غونډې په ترڅ کې د فراه ولایت د فرارود ولسوالی اړوند د بازار موضوع، د فراه ولایت د شیبکوه کاریز موضوع د فراه ولایت د غلامان سیمې پر موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
باید وویل شي، چې د زابل ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت