دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال دلغمان دکرنې کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۵:۱۰
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال دلغمان دکرنې کارکوونکو سره وکتل

۲۸ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۴ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال له خپل مل پلاوی سره تر ننګرهار او کونړ وروسته لغمان ولایت ته سفر وکړ او ددې ولایت دکرنې سرپرست رییس مولوی ګل رسول زبیر او ددې ریاست له کارکوونکو سره وکتل.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمدفیضان د لغمان دکرنې کارکوونکو سره په کتنه کې وویل: «هېواد کې د کار زمینه برابره شوې ده، کولای شو هرې خواته چې موږ وغواړو لاړ شو او کار وکړو، نو اړینه خبره داده، چې موږ باید په خپلو لږو امکاناتو په رښتنولی سره کار او چوپړتیاوې وړاندې کړو او لږه بدیجه چې لرو په شفافه توګه د مالدارانو او بزګرانو د چوپړتیاوو وړاندې کولو په برخه کې یې مصرف کړو.»
په همدې حال کې د لغمان دکرنې ریاست چارواکو ددې ولایت دکرنې ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړل او ترڅنګ یې ددې ریاست پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د حل غوښتونکی شو.
په ورته وخت کې د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د لغمان دکرنې ریاست دکارکوونکو د کړنو قدرداني وکړه او د چارو د لاښه او کړندۍ پرمختګ په پار یې لازمې لارښوونې وکړې.
د طبیعي سرچینو رییس مولوی عبدالاحدخلیل، مالي او حسابي رییس مولوی ضیاالدین واقف او دکرنې وزارت د ځنګلونو آمر محمدامان امانیار په دې سفر کې دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال مولوی باز محمد فیضان ملتیا کوله.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۹
Background image

پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

بازگشت