دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال د ريشخور له مسلخ څخه ليدنه وکړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۸ - ۱۵:۱۴
دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستيال د ريشخور له مسلخ څخه ليدنه وکړه

۱۸ لړم ۱۴۰۰ هـ.ش
۳ ربیع الثاني ۱۴۴۳ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستيال مولوی صدراعظم،  د کابل په ريشخور کې له جوړه شوې مسلخ څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل، چې ياد مسلخ به ډېرژر خصوصي سکټور ته د ګټې اخيستنې په پار وسپارل شي.
 ددې ليدنې په ترڅ کې د کرنې او مالدارۍ مرستيال دياد مسلخ پر ژرتر ژره فعالېدو  د ټينګار ترڅنګ وويل ژرترژره  دا مسلخ بايد خصوصي سکټور ته وسپارل شي،  تر څو خلک په اسانه توګه صحي او باکيفيته غوښو ته لاس رسی ولري.
دا مسلخ چې دکرنې وزارت له خوا د کابل ولايت د ريشخور ولسوالۍ د ګلباغ په سيمه کې په ۲۵جريبه ځمکه کې جوړه شوې ده،  په يوه کاري شفت کې د ۱۰۰غواو او ۵۰۰ پسونو د معياري ذبحې او پروسس وړتيا لري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت