د بغلان د خټکيو او هندواڼو سږني حاصلات ډېر شوي دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۳۰ - ۱۰:۴۱
امسال حاصلات خربوزه و تربوز در بغلان افزایش یافته است

۴/صفر/۱۴۴۳هـ.ق
 ۲۰/وږی/۱۴۰۰هـ.ش
د بغلان ولايت د هندواڼو او خټکيو سږني حاصلات ۱۵۰ زره او ۴۰۰ مټريک ټنه اټکل شوې ده.
سږکال د بغلان ولايت په اووه زره او ۵۶۰ هکټاره ځمکه کې هندواڼې او خټکي کرل شوې وه، چې ددغو کروندو حاصلات ۱۵۷زره او ۹۲۹ ټنو ته رسېږي.
دبغلان ولايت د مرکزي بغلان، پلخمري او نورو ولسوالیو بزګرانو د سږني حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لاملونه د بزګرانو تجربې، نویو میټودونو او عصري وسایلو سره اشنایي او له اصلاح شويو تخمونوڅخه استفاده کول وګڼل.
 مرکزي بغلان، ډنډغوري،پلخمري او دوشي د بغلان ولايت هغه ولسوالۍ دي، چې تر نورو په کې د هندواڼو او خټکيو کروندې ډېرې دي.
 د بغلان ولايت د ډنډغوري ولسوالۍ د مرحوم سرفراز کلي اوسیدونکی او بزګر يوسف خان هم له خپلو حاصلاتو خوښ دی هغه وویل " الحمدلله چې سږ کال مو دحاصلاتو د زیاتوالي تر څنګ د پوره امنیت لرلو په خاطر خپل حاصلات کابل ته ورسول او زیاته ګټه مو تر لاسه کړه."
د بغلان د کرنيزو چارو آمر عبدالقهار ستاري په خپلو خبرو کې وویل، چې د زیاتو هڅو وروسته مو وکولای شول تر څو مضرې حشرې له منځه یوسو. ستاري د خټکيو او هنداوڼو حاصلات یو ارګانیک تولید وباله او زياته يې کړه، چې ددې ولايت بزګران په خپلو کروندو کې له يوريا او DAP کيمياوي سرو، د چرګانو پاتې شونې او کرنيزو درملو څخه ګټه پورته کوي.
دبغلان د کرنيزو چارو امر زياته کړه چې، ددې ولایت د هندواڼو او خټکيو رنګ د نورو ولایاتو سره ښکاره توپير لري، چې نسبت نورو ته ښه بازار لري.
د بغلان ولایت د هندواڼو او خټکيو حاصلات تر ډېره ګاونډو ولايتونو او پاکستان ته صادریږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت