هرات کې ۲۰ زره تُني فلزي سیلو جوړېږي

mail-admin
هرات کې ۲۰ زره تُني فلزي سیلو جوړېږي

۱۱ زمری ۱۴۰۰
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، ټاکل شوې، چې د کرنې وزارت اړوند د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې «EATS» له لارې په دې ولایت کې د غنمو ساتنې په پآر یو فلزي «د لېږد وړل» ۲۰ زره ټني سیلو جوړ شي.
د هرات د کرنې ریاست زیاته کړه، چې د یاد سیلو د جوړولو په پار د مشورې او همغږۍ په موخه د کاري شریکانو د ۵۰ تنو استازو په ګډون یوه ورځنۍ مشورتي ورکشاپ یې په لاره اچولې ده.
د هرات د کرنې ریاست وویل ټاکل شوې، چې یاد سیلو د لویدیځې حوزې په کچه د غنمو ساتنې او د اسټراټیژیکو زېرمو وړوتیا لووړلو په موخه د پنځه میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شي