سرپل کې د ۳۶ شنوخونو رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
سرپل کې د ۳۶ شنوخونو رغنیزې چارې پیل شوې

۱۰ زمری ۱۴۰۰
د سرپل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د ۳۶ شنوخونو رغنیزې چارې پیل شوي دي.
دغه شنې خونې، چې هر یوه یې اته په ۲۰ مترو کې دي، د سرپل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې جوړېږي.
یادې شنې خونې، چې د رغولو ټولیز لګښت یې ۲۵ میلیونه او ۹۰۰ افغانۍ ده، له تشویقي بودیجې څخه د سبو کرکېلي دودول په پار جوړېږي.
په دې ولایت کې تر دې وړاندې هم د کرنې ریاست او همکارو موسسو له خوا د سبو کرکېلي تولید په پار ۱۶۴ شنې خونې جوړ شوي دي.