سرپل کې د ۳۶ شنوخونو رغنیزې چارې پیل شوې

qiam_amin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۶:۰
سرپل کې د ۳۶ شنوخونو رغنیزې چارې پیل شوې

۱۰ زمری ۱۴۰۰
د سرپل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د ۳۶ شنوخونو رغنیزې چارې پیل شوي دي.
دغه شنې خونې، چې هر یوه یې اته په ۲۰ مترو کې دي، د سرپل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې جوړېږي.
یادې شنې خونې، چې د رغولو ټولیز لګښت یې ۲۵ میلیونه او ۹۰۰ افغانۍ ده، له تشویقي بودیجې څخه د سبو کرکېلي دودول په پار جوړېږي.
په دې ولایت کې تر دې وړاندې هم د کرنې ریاست او همکارو موسسو له خوا د سبو کرکېلي تولید په پار ۱۶۴ شنې خونې جوړ شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۹:۱۳
Background image

په امارتي ځمکو باندې د مخاربراتي انتنونو د تثبيت په موخه د همغږۍ دویمه تعقیبي غونډه دائره شوه 

د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست په مقام کې د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم، د اراضۍ ادارې د ځمکو د اجارې او پانګه اچونې عمومي رییس ملا عبدالظاهر امين، د اترا ادارې مالي او اداري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۹:۱۱
Background image

په کونړ کې د کرنې سکتور او همکارو مؤسسو د همغږۍ ناسته ترسره شوه 

د کونړ ولایت د کرنې ریاست په تالار کې د کرنې ریاست د کرنیزو خدمتونو آمر نجیب الله عادل په مشرۍ د ۱۴۰۳ کال لیندۍ میاشتې د اس ډبلیو جي میاشتنۍ غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د کرنې ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۹:۱۰
Background image

هرات کې د ډنمارک کمېټې د کرنې او مالدارۍ د مسؤلینو او کرنې ریاست ترمنځ تعارفي غونډه وشوه 

په هرات ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس الحاج آخندزاده ملاعبدالحی منیر په مشرۍ د ډنمارک کمېټې (ډي آر سي) د لویدیځ زون د کرنې او مالدارۍ برخې مسؤلینو سره تعارفي غونډه. . .

بازگشت