پرمختللې کرنې او بڼوالۍ په پار هڅې

naim.rezai
پرمختللې کرنې او بڼوالۍ په پار هڅې

دبزگر خبر‌‌ې
دکرنې او بڼوالۍ په برخه کې دکرنیزې ټکنالوژۍ او میکانیزه کرکېلي دودول، ددې لامل کېږي، چې بزګران او بڼوال د کرنې او بڼوالۍ له نوې ټکنالوژي سره بلد او میکانیزه کرکېلي سره وکولای شي، چې له خپلو کروندو او بڼونو څخه ښه او باکیفیته حاصل ترلاسه کړي، چې له یوې خوانه د بزګرانو او بڼوالو عواید ډېر شي او له بلې خوانه هېواد د کرنې او بڼوالۍ د تولید په برخه کې پرځان بسیاشي.
د کرنې په پرخه کې غنم د افغانستان یو له ډېرو مهمو او ارزښت لرونکو غله جاتو څخه ده، چې د هېواد د غلو دانو ۷۰ سلنه برخه جوړوي او د هېواد په ټولو برخو کې د اوبیزې او للمي په ډول کرل کېږي. افغانان په منځنۍ کچه ۶۰ سلنه انرژۍ د غنمو د مصرف له لارې تامینوي، چې په افغانستان کې د کورنیو د خوړو یوه لویه برخه جوړوي. خو لاهم په افغانستان کې غنم تر ډېره په دودیزه بڼه کرل کېږي او د غنمو کرکېله په معیاري ډول نه ترسره کېږي. ډېر شمېر بزګران د غنمو او نورو کرنیزو توکو د کرکېلي له نویو او معیاري لارو چارو سره بلد نه دي نو له همدې امله یې د حاصلاتو کچه ټیټه، د اوبو مصرف یې ډېر او دغه راز د غنمو حاصلات یې د کیفیت له پلوه هم ډېر ښه نه وي.
ددې لپاره چې بزګران دکرکېلي له نویو لارو چارو سره بلد شي او میکانیزه کرکېله وپېژندي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ولایتونو کې د غنمو او نورو بېلابېلو کرنیزو توکو یو شمېر ننداریزې کروندې جوړې کړي دي، ترڅو بزګرانو ته د معیاري کرکېلي په برخه کې روزنه ورکړي.
په ټوله کې ننداریزې کروندې له دودیزو هغو سره ډېر توپیرونه لري.
د بېلګې په توګه د ننداریزې کروندې ځمکه د لیزرلېول د تکنالوژۍ په واسطه همواره کېږي، خو په دودیزه کرکېله کې دا کار نه ترسره کېږي، نو له همدې امله یې د اوبو مصارف زیات وي او حاصلات یې هم د کمیت او کفیت له پلوه ښه نه وي.
دکرنې وزارت د هېواد په ډېرو ولایتونو کې یو شمېر ننداریزي کروندې جوړې کړې، ترڅو له همدې لاري ځايې بزګرانو ته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړي.
د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې نوې څېړنې او په دغو برخو کې نوې لارې چارې او آسانتیاوې پیداکول که له یوې خوا د محصولاتو کچه زیاتوي، بل خوا د هېواد اقتصادی ودې ته هم لاره  هواروي. په وروستیو کلونو کې د نورو کرنیزو برخو ترڅنګ په هېواد کې د بڼوالۍ د پراختیا او په دې برخه کې د څېړنو او نویو لارو چارو د پېژندلو لپاره مهم ګامونه اخیستل شوي دي.
په دغو اغېزناکو او مهمو چارو کې، چې دکرنې وزارت له خوا په هېواد کې د بڼوالۍ د پراختیا لپاره عملي شوي دي، د ننداریزو بڼونو او د بڼوالۍ د پراختیا څېړنیز مرکزونه جوړول دي.
په دې څېړنیز مرکزونو کې دکرنې ریاست د متخصصینو او مسلکی کارکوونکو له خوا دمېوو پر ونو او تخمونو او ددې ترڅنګ د بڼونو داصلاح، ترویج او تکثیر لپاره بېلابېل څېړنیز پروګرامونه نیول کېږي، چې د بزګرانو او بڼوالو د پوهې کچه
لوړوی، چې د قناعت وړ حاصل او عاید تر لاسه شي او شاوخوا سیمو اقلیمي حالاتو ته په کتو د مناسبې ودې درلودونکو مېوو ملی کلکسیونونه او ننداریز بڼونه جوړ شي.
په هېواد کې د بزګرانو او بڼوالو د اقتصادی ودې او ټیکاو په برخه کې اغېزناک ګامونه اخیستل شوي دي، چې عمده اغېزې یې دکرنې او بڼوالۍ د تولید د معیاري کولو ترڅنګ د کرنې او بڼوالۍ محصولاتو ته بازارموندنه او د محصولاتو د ارزښت لوړول دي.