کاپیسا کې د شپږ زره وزو او وریو دواپاشي او کابل کې کمپاین په لاره اچول
۲۷ چنګاښ ۱۴۰۰
د کابل او کاپیسا ولایتونو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاستونه د کانګو تبې ناروغي د مخنیوي په پار په یادو ولایتونو کې د کانګو تبې پر وړاندې د مبارزې کمپاین پیل کړي دي.
د کاپیسا دکرنې ریاست وایي، چې د کانګو تبي د مخنیوي په پار یې په دې ولایت کې شپږ زره وزې او وري دواپاشي کړي دي.
دغه راز د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د کانګو تبې د مخنیوي په پار ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د کانګو ناروغي ضد د مبارزې کمپاین یې پیل کړی دی.