لوګر او غور کې دوه ۲۵۰ ټني ګدامونه جوړېږي
۲۷ چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د لوګر او غور په ولايتونو کې د دوه ۲۵۰ مټريک ټني ګدامونو رغنيزې چارې پيل کړي دي.
ياد ګدامونه نباتي ناروغيو سره د مبارزې او مخنيوي په پار د بېلابېلو درملو ساتنې په موخه د جوړېدو په حال کې دي. تر دې دمه ددغو ګدامونو رغنيزې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي دي.