لغمان کې د پنبې ۵٠ ننداريزې کروندې جوړېږي

content_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۶:۳۲
لغمان کې د پنبې ۵٠  ننداريزې کروندې جوړېږي

۲۳ چنګاش ۱۴۰۰
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د پنبې د کرکېلي د پراختیا او د کتار په بڼه د پنبې د کرکېلي دودولو په پار د پنبې ۵۰ ننداریزې کروندې جوړوي.
 یاد ننداریزې کروندې، د لغمان ولایت په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې جوړېږي.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمد جمیل خوشحال وايي، چې د دغو ننداريزو کروندو د جوړولو په پار یې هر بزګر ته  د پنبې ١٢ کیلو ګرامه تخم ،  ٥٠ کیلو ګرامه یوریا ، ٣٥ کیلوګرامه DAP سره ورکړي دي.
ښاغلی خوشحال وایي، چې ۵۰ تنو بزګرانو ته دکتار په بڼه د پنبې کرکېلي، اوبولګول، سره ورکونه، د تخم اندازه، د هرزه بوټو کنټرول،  د کیمیاوي سرو د استعمال وختونه او په ټوله کې د کر څخه تر حاصل ټولولو پورې پر ټولو تخنیکونوبرخه کې  روزنه ورکړل شوې ده.
پنبه د لغمان په ډېرو ولسوالېو کې ښه نتیجه ورکوي.
د یادو ننداریزو کروندو د جوړېدو موخه د پنبې کرکېلې ته د کروندګرو هڅول، د تولیداتو زیاتوالی، کورنیو او نړیوالو مارکېټونو او بازارونو ته د کیفیت تضمین او لا ښه والی دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د هالند کمېټې د چارواکو ترمنځ لیدنه

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د هالند کمېټې  مرستیال ډاکتر عبدالقادر فخري، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې د عامې روغتیا ساتني لپاره نږدې دوه زره څاروي معاینه شوه

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د مالدارۍ آمریت له لورې د کندهار د  ډنډ ولسوالی مسلخ کې د مالدارۍ مسؤلینو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د کندهار معروف کې ۱۰ باب د انګورو ټرایلس‌ بڼونه اړمنو بزګرانو ته ووېشل شول

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ مؤسسې (آر.او.پي) په تخنیکي همکارۍ او د. . .

بازگشت