د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هالند کمېټې چارواکو سره ددې کمېټې د فعالیتونو د سیمې پر پراختیا خبرې وکړې

content_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۱۵:۱۲
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هالند کمېټې چارواکو سره ددې کمېټې د فعالیتونو د سیمې پر پراختیا خبرې وکړې

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۰
د هالند کمېټې (DCA) چارواکو په ټول افغانستان کې د (کلپ-کوچي) پروژې د فعالیتونو د سیمې د پراختیا په پار د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال سره د یوې کتنې په ترڅ خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د هالند کمېټې چارواکو د (کلپ-کوچي) پروژې په اډانه کې ددې کمېټې د فعالیتونو په هکله د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ته مفصل مالومات وړاندې کړل. هغوی دغه راز وویل، چې یاده کمېټه دمګړۍ په ۱۰ ولایتونو کې فعالیت لري، خو ددې له پاره، چې کوچیان د هېواد په بېلابېلو برخو کې ژوند کوي، دوی غواړي، چې د خپل فعالیت سیمه پراخه کړي.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري، ددې کمېټې د فعالیتونو د مؤثر پلي کېدو په پار پر لا همغږۍ د ټینګار ترڅنګ وویل، د کرنې وزارت چمتوده، چې د اړتیا په صورت کې له دې کمېټې سره همکاري وکړي.
د (کلپ-کوچي) پروژه د هالند کمېټې له خوا په لاره اچول شوې ده او د وټرنرۍ چوپړتیاوو، د مالدارۍ پراختیا، د فیډر بانکونو جوړول، حیواني حفظ الصحې، د مالدارۍ ځنځیري ارزښت او د انسانانو او څارویو ترمنځ د ګډو ناروغیو د کنټرول په پار فعالیت کوي، چې په ۱۰ ولایتونو کې یې ۵۰ زره مالدار کوچیان تر پوښښ لاندې راوستي دي. دا پروژه په ۲۰۱۴ ام کال کې پیل او د ۲۰۲۲ ام کال تر پایه ادامه لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

خوست کې د ګانګو تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ګانګو وینې بهېدونکې تبې  ناروغۍ د مخنیوي په موخه کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
یاد کمپاین د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

بازگشت