لغمان کې۸۶ جریبه متراکم بڼوڼه کېنول شوې دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۱۰:۲۱
لغمان کې۸۶ جریبه متراکم بڼوڼه کېنول شوې دي

۸ چنګاښ ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بڼوالۍ  ځنځیري ارزښت د ودې سکتوري پروژې (HVCDSP) په همکارۍ د لغمان ولايت مرکز مهترلام او ددې ولايت قرغيو ولسوالۍ کې د بڼوالۍ پراختيا او ودې په پار د ليمو او خوږو نارنجو ۸۶ متراکم بڼونه کېنول شوې دي.
دبڼوالۍ ځنځيري ارزښت د ودې سکټوري پروژې چارواکي وايي،  چې د لغمان مرکز مهترلام  او ددې ولایت قرغیو ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د لیمو او خوږو نارنجو ۸۶ جریبه متراکم بڼوڼه کېنول شوي دي. د چارواکو په خبره  یاد بڼوڼه۶۵ بزګرانو ته کېنول شوې او په ټولیزه توګه ۲۰۹ ښځینه او ۲۲۵ تنه نارینه ګټه ترې پورته کوي.
یاد بڼونه په مسلکي توګه د پروژې د کارکوونکو له خوا کېنول شوې او له دودیزو هغو سره خورا ډېر توپیرونه لري، د بېلګې په توګه؛ په دودیز ډول کېنول شوې بڼونه پنځه کاله وروسته حاصل ورکوي خو هغه بڼونه چې،  په مسلکي توګه کېنول کېږي دوه کاله وروسته حاصلات ورکوي او همدارنګه د دودیزو هغو په پرتله ۲۰ چنده زیات حاصلات ورکوي.
 د متراکمو بڼوڼو کېنول له یوې خوا د هوا د حرارت دکمښت په برخه کې موثر دي او له بلې خوا د چاپېریال ساتنې په برخه کې خورا رغنده رول لوبوي.
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکتوري پروژه (HVCDSP) یوه پراختیايي پروژه ده، چې د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د متراکمو بڼونو، سړو خونو جوړولو، په قطره ای ډول د اوبو لګولو، تیشو کلچر لابراټوارنو او همدارنګه کرنیزو سوداګرو سره د بلاناغه مرستو په برخو کې کار کوي.
 ياده پروژه، چې د آسیايي پراختیايي بانک (ADB) له خوا تمویل او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لخوا پلي کېږي،  په ټوله کې دا پروژه د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د زېربناوو او آسانتیاوو د ښه والي او همدارنګه د بڼوالي د محصولاتو د صادراتو د پراختیا لپاره ملي ظرفیت ته وده ورکوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۹:۴۲
Background image

کندهار کې د جوارو چنجي د ژوند دوران ازمایښتي تشخیص ترسره شو

۱۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټو ژغورنې مدیریت د مسلکي او فني کسانو له لوري د کرنې ریاست په لابراراتوار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۸:۳۳
Background image

کرنیزو محصولاتو ته د بازارموندنې په پارهڅې؛ کندهار څخه د لومړي ځل لپاره هند ته مڼې صادر شوې

د هېواد د کرنیزو حاصلاتو د نړۍوال بازار موندنې په لړ کې، د کندهار له لارې هند ته د ۱۲۵ ټنه مڼو لومړنی صادرات ترسره شول.
د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په وینا، دغه صادرات د کندهار د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۸:۲۲
Background image

پکتیکا کې پر ۱۵۴ کروندګرو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول


۱۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د سروضې ولسوالۍ په کچه د کروندګرو د ملاتړ او کرنیزو خدمتونو د پیاوړتیا په موخه، د «اړیکو» دفتر له لوري په شفاف او منظم. . .

بازگشت