د نورستان د نورګرام ځنګل د اورلګېدنې پر بېړنۍ قابوکولو د کرنې وزیر ټینګار

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۴:۴۸
د نورستان د نورګرام ځنګل د اورلګېدنې پر بېړنۍ قابوکولو د کرنې وزیر ټینګار

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، دکرنې وزارت اړوندو ریاستونو او د نورستان ولایت دکرنې ریاست ته سپارښتنه وکړه، چې د نورستان د نورګرام ولسوالۍ په ځنګل کې دې اورلګېدنه ژر تر ژره قابو کړي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نن یوځل بیا ددې وزارت چارواکوته دستور ورکړ چې د اورلګېدنې د قابوکولو په پار دې ژر لاس په کار شي او سیمې ته لازم تجهیزات واستوي.
د نورستان دکرنې رییس عبدالوهاب نسیمي وایي، چې د نورګرام په ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د وسله والې جګړې په پایله کې، ددې ولسوالۍ د شام درې ځنګلونه اور اخیستي دي.
ښاغلی نسیمي زیاته کړه، چې اورلګېدنه د کورګل درې خوا ته په پراخېدو ده. د هغه په خبره، تر دې دمه نږدې ۱۷۴ هکټاره ځنګل سوځېدلې ده. په دې سیمه کې د ځنغوزې، نښتر او بلوط ځنګلونه دي.
د نورستان دکرنې رییس وایي، چې د کرنې وزیر د سپارښتنې پر اساس، د اورلګېدنې د قابو کولو په پار ددې وزارت د طبیعي سرچینو لوی ریاست له خوا سیمې ته توکي او تخنیکي امکانات استول شوي دي، او هلې ځلې کېږي، چې دا اورلګېدنه ژر تر ژره قابو شي.
د نورستان دکرنې رییس عبدالوهاب نسیمي وایي، چې په ځینو سیمو کې د اورلګېدنې شدت ډېر او په ځینو نورو سیمو کې لږ دي.
د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ په ځنګل کې اورلګېدنه له څلورو ورځو را په دېخوا دوام لري.
دمګړۍ د اورلګېدنې شدت کم شوی دی او هلې ځلې کېږي، چې په بشپړ ډول قابو شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت