د وچکالۍ ارزونې په پار دکرنې وزارت د رهبرۍ غونډه په لاره واچول شوه

naim.rezai
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۶:۵۷
د وچکالۍ ارزونې په پار دکرنې وزارت د رهبرۍ غونډه په لاره واچول شوه

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰
 نن دوشنبه د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په ۱۷ مه نېټه د وچکالۍ ارزونې او د کرنې په سکټور کې يې اغېزې،‌ دکورنيو توليداتو د ملاتړ په پار پر وارداتي کرنيزو محصولاتو د فصلي ګمرکي تعرفو زياتوالی او د وچکالۍ زيانمو د ملاتړ په پار  دغنمو پېرلو په پار دکرنې،‌ اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مشرتابه غونډه په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې لومړی دکرنې،‌ اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستيالان پر بېلابېلو مسايلو خبرې وکړې او خپل نظرونه يې شريک کړل.
وروسته د کرنې،‌ اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي وويل،‌ چې د وچکالۍ په پار ځانګړې طرحه جوړه شوې ده. دکرنې وزير سپارښتنه وکړه،‌  چې د وچکالۍ وضعيت ته د رسېدنې په پار د بوديجې ترلاسه کولو په موخه  د هیواد ماليې وزارت او دونرانو سره دې خبرې ووشي.
دکرنې وزير دغه راز زياته کړه،‌  چې د وارداتي  کرنيزو محصولاتو د فصلي تعرفو دزياتوالي په پار اړوندو ادارو او نهادونو سره دې همغږۍ پياوړې شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۲۱:۱۸
Background image

ترکیې هېواد ته د کرنې او مالدارۍمرستیال سفر


۱۰ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، په مشرۍ د ترکیې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۹:۴۲
Background image

خوست کې د روږدو او بې‌ځایه شویو کورنیو د اقتصادي ملاتړ لپاره پراخه سروې ترسره شوه

۱۰ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
خوست ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې او د «اکشن اېډ» موسسې په همکارۍ د روږدو او بې‌ځایه شویو کورنیو د اقتصادي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۹:۳۸
Background image

هلمند کې د کرنیزو ځمکو اصلاح کولو او زابرانو پاکولو په موخه د سروې چارې پیل شوې

۱۰ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت کې د کرنیزو ځمکو د اصلاح او د زابرانو پاکولو په موخه له پلازمینې څخه ورغلی ګډ پلاوي دیاد ولایت دکرنې رییس مولوي نیازمحمد وهاج. . .

بازگشت