د دومدار معشیت لپاره د کرنېزو ارزښتونو د ځنځیرونو د ودې پروژه (EAVS)
د دومدار معشیت لپاره د کرنېزو ارزښتونو د ځنځیرونو د ودې پروژه (EAVS)
د دومدار معشیت لپاره د کرنېزو ارزښتونو د ځنځیرونو د ودې پروژه « EAVS» د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو له پراختیایي پروژو څخه ده. دغه پروژه دآسیایي پراختیایي بانک ((ADB له خوا د جاپان د خلکو په مرسته تمویل کېده. ددغې پروژې بودیجه ۲۹.۴۷ میلیونه ډالره وه چې، له دې جملې څخه۱۸.۵میلیونه ډالره د جاپان د خلکو له خوا ، د بزګرانو ونډه ۱۰.۴۷میلیونه ډالره او ۰.۵ میلیونه ډالره د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ونډه وه او د ۲۰۱۲ ام کال له نومبر میاشتې څخه په پنځو ولایتونو کې شروع شوې او د ۲۰۱۷ ام کال د جون د میاشتې تر پایه د یادې پروژې ودانیزې چارې بشپړ شوې.
د دې پروژې د پلان مطابق په ټاکل شوې موده کې د کابل، پروان او بامیانو په ولایتونو کې ټولټال د پیازو او کچالو دوه زره او ۶۰۷ بابه صفر انرژۍ انفرادي او ۱۵۵ بابه کوپراتیفي صفر انرژۍ سړې خونې جوړې او همدارنګه په یادو درېوو ولایتونو کې د پیازو او کچالو د ښه تولید، بازارموندنې او زېرمه کولو په پار د پیازو او کچالو ۱۰۰ نمایشي قطعې جوړول، د ناروغیو او افتونو د کنټرول او مخنیوي په برخه کې ۱۱ زره او ۵۰۰ بزګرانوته چې، ۱۳ سلنه یې ښځینه بزګرانې وې روزنه ورکول، په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د خوراکي تېلو «غوړیو» فابریکې جوړول او د دغو فابریکو د اړینو ماشینونو نصبول او ګټه اخیستوته سپارل هم د یادې پروژې د کړنو یوه برخه وه چې، بشپړ شوې ده.
د دومدار معشیت لپاره د کرنېز ارزښتونو د ځنځیرونو د ودې پروژه ((EAVS چې، د جاپان د خلکو په مالي مرسته تمویل کېده او موخه یې د بېوزلی له منځه وړل او په کابل، بامیانو او پروان ولایتونو کې د کچالو او پیازو د سړو خونو په جوړولو سره د بزګرانو د عوایدو لوړول وه.
لید لوری: د پیازو او کچالو د سړو خونو او د غوړیو د پروسس د فابریکو لرل او همدارنګه د بزګرانو د ظرفیت لوړوالی.
ماموریت:
د دې پروژې د پلان مطابق د کابل، پروان او بامیانو په ولایتونو کې د پیازو او کچالو صفري انرژۍ انفرادي او کوپراتیفي سړې خونې جوړول همدارنګه په یادو درېوو ولایتونو کې د پیازو او کچالو د ښه تولید، بازارموندنې او زېرمه کولو په پار د پیازو او کچالو نمایشي قطعې جوړول، د ناروغیو او افتونو د کنټرول او مخنیوي په برخه کې ۱۱ زره او ۵۰۰ بزګرانوته چې، ۱۳ سلنه یې ښځینه بزګرانې وې روزنه ورکول، په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د خوراکي تېلو «غوړیو» فابریکې جوړول او د دغو فابریکو د اړینو ماشینونو نصبول او ګټه اخیستوته سپارل هم د یادې پروژې د کړنو یوه برخه وه چې، بشپړ شوې ده.
دپروژې کلیدي موخې:
- د دوو مهمو نباتاتو دتولید د ذیدخلو خواو وړتیا لوړول او دلازمو ورکشاپونو په لاره اچول.
- د زېرمو جوړول او ددې پواسطه د محصولاتو (پیاز او کچالو) دضایعاتو دکچې ټېتول.
- په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د خوراکي تېلو «غوړیو» فابریکې جوړول او د دغو فابریکو د اړینو ماشینونو نصبول او ګټه اخیستوته سپارل.
- په دوامداره توګه دپروژې د فعالیتونو تنظیم، څارنه او ارزونه.
- په مارکیټ او هغه فصل کې چې، محصول شتون و نه لري د پیازو او کچالو د بیو متوازن ساتل.
دپروژې لاسته راوړنې:
د نمایشي قطعو شمېر |
د روزل شویو بزګرانو شمېر |
د بشپړ شویو سړوخونو شمېر |
د سړو خونو نوع |
ولایت |
نمبر |
۳۱ |
۳۶۲۰ |
۵۳۳ |
انفرادي |
کابل |
۱ |
۴۲ |
کوپراتیفي |
||||
۳۲ |
۳۶۳۸ |
۴۲۰ |
انفرادي |
پروان |
۲ |
۳۹ |
کوپراتیفي |
||||
4۴۶ |
۵۲۰۰ |
۱۶۹۷ |
انفرادي |
بامیان |
۳ |
۷۵ |
کوپراتیفي |
||||
۱۰۹ |
۱۲۴۵۸ |
۲۸۰۶ |
ټول ټال |
په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د خوراکي تېلو «غوړیو» فابریکې جوړول او د دغو فابریکو د اړینو ماشینونو نصبول او ګټه اخیستوته سپارل هم د یادې پروژې د کړنو یوه برخه وه چې، بشپړ شوې ده.
د ۱۳۹۷ یم کلنۍ پلان:
د « EAVS» پروژه د ۲۰۱۷ ام کال په پای کې بشپړ شوې او د ۲۰۱۸ ام کال لپاره کوم پلان نه لري.
او همدارنګه د یادولو ده چې، د یادې پروژې کارکوونکي وتوانیدل چې، د بسپنه ورکوونکې په مشوره له ټاکل شوي موخې څخه ۲۴ سلنه ډېر کار بشپړ کړي.
دا پروژه ختمه شوې ده.