د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې رییس سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۹:۵۴
د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې رییس سره وکتل

۲۰ غویی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټرانوارالحق احدي، د خپل کار په دفتر کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» رییس راجندرا آریال سره، د کرنې په برخه کې دهغو برنامو په هکله خبرې وکړې، چې ددې ادارې له خوایې ملاتړ کېږي.
په دې لیدنه کې ښاغلی آریال د کابل په ریشخور کې د لبنیاتو د پروسس فابریکې د رغنیزو چارو د بشپړېدو په هکله د کرنې وزیر ته جزییات وړاندې کړه او ویې ویل، چې سږکال به دا فابریکه په پرمختللو ټکنالوژیو سمبال شي. هغه دکرنې وزیر څخه غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې ډېره پاملرنه ووشي، ترڅو سږکال دا فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ریشخور د لبنیاتو د پروسس رغنیزې چارې تېرکال د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق «IFAD» په مالي ملاتړ د کرنې وزار او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له خوا پیل شوې. دا فابریکه په یوه وخت کې د ۳۰ زره لیټره شېدې د پروسس وړتیا لري.
دغه راز راجندرال آریال د اوبولګولو د پروژو په ځانګړې توګه د هرات ولایت د کشک رباط سنګي ولسوالۍ د اوبولګولو د کانال په هکله مالومات وړاندې کړه او ویې ویل، چې دا برنامې ادامه پیداکوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې رییس، د کرنې وزیر سره په لیدنه کې د جغرافیایي نښو یا «جي‌آی» په هکله هم مفصل مالومات وړاندې کړه او ویې ویل، تر دې دمه یادې نښې، چې په کومو محصولاتو تر سره شوي دي، موثریت لري. هغه دکرنې له وزیر څخه ددې پروژې د ملاتړ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې، ډاکټر انوارالحق احدي د کرنې په بېلابېلو برخو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» له مرستو په مننې سره وویل، چې یاده اداره په بېلابېلو برخو کې د کرنې وزارت سره په همغږۍ عمل کړی دی. هغه په ټینګار سره وویل، چې د کرنې په برخه کې د «FAO» د فعالیتونو ملاتړ کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت