د کرنې وزارت له خوا د ځنغوزیو او د ممیزو د پروسس د فابریکو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول

content_admin
د کرنې وزارت له خوا د ځنغوزیو او د ممیزو د پروسس د فابریکو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول

۱۴ غویی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خوست په ولایت کې د ځنغوزیو د پروسس او په کابل کې د ممیزو پاکولو د یوې فابریکې تړون له دوو کرنیزو شرکتونو سره لاسلیک کړل.
یاد قراردادونه نن دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي له خوا د «مرید فایق» شرکت رییس حاجي سردارآقا او د «رحماني ځدران» د شرکت رییس شهزاده ځدراڼ سره لاسلیک شول.
ددغو تړونونو پر بنسټ د کرنې وزارت اړوند د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت دودې سکټوري پروژې «HVCDSP» او د«مرید فایق» شرکت په ګډه پانګونه، د ۳.۲ میلیون ډالرو په لګښت په کابل کې د ممیزو پاکولو فابریه جوړېږي. دکرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت دودې سکټوري پروژې له لارې د ممیزو پاکولو فابریکې په جوړولو کې یو میلیون ډالر بلاعوضه مرسته کوي. د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژه «HVCDSP» د آسيايي پراختيايي بانک «ADB» له خوا تمویلېږي.
دغه راز د خوست په ولایت کې د ځنغوزیو د پروسس د یوې فابریکې د جوړولو په برخه کې هم د کرنې وزارت او د «رحماني ځدراڼ» کرنیز شرکت په ګډې پانکونې د ۳۶۰ زره ډالرو په لګښت پانګونه کېږي. په دې پانګونه کې د کرنې وزارت ونډه ۱۸۰ زره ډالر ده. دا لګښت هم د اسایي پراختیایي بانک په ملاتړ د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې له خوا تامینېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي ددغو تړونونو په غونډه کې وویل، چې په خوا افغانستان په نړۍ کې د ممیزو تر ټولو مهم صادروونکی هېواد ګڼل کېده او دولت هڅه کوي، چې دا برم بېرته ترلاسه کړي.ښاغلی احدي زیاته کړه د ځنغوزیو د تولید او صادراتو په برخه کې هم ښه ګامونه اخیستل شوي دي خو تر دې دمه دا ګامونه لومړني ګامونه دي.
د کرنې وزیر ټینګار وکړ، چې د تولید او صادراتو په زیاتوالی کې خصوصي سکټور ډېر مسوولیت لري. هغه دغه راز وویل، چې د دولت او خصوصي سکټور ګډه پانګونه د پانوګونې لپاره تر ټولو مهم مشوق دی. ښاغلی احدي وایي، چې ددغو پانګونو موثریت هم زیاد دی.
دغه راز په افغانستان کې د اسیایي پراختیایي بانک مرستیال آرټور انډریسیاک، چې د هوکړه لیکونو د لاسلیک په دې مراسمو کې په انلاین بڼه حضور درلود وویل، چې د کرنې ښه والي ته پاملرنه د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه والي په پار تر ټولو مهمه لار ده. هغه وویل، چې ددې هېواد ډېری اوسیدونکي دکرنیزو فعالیتونو له لارې دخپل ژوند لګښتونه برابروي.
ښاغلی انډریسیاک وویل، چې په دې وروستیو کلونو کې ADB د کرنې په برخه کې له مهمو مرسته کوونکو څخه دی او د کرنې په برخه کې ددې بانک مرستې ۹۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی.
په همدې حال کې د «مریدفایق» د شرکت رییس حاجي سردارآقا وایي، چې د کرنې وزارت په همکارۍ په نړیوالو معیارونو برابر د ممیزو پاکولو یوه فابریکه په کابل کې جوړېږي.
دغه راز  د «رحمان ځدراڼ» شرکت رییس شهزاده ځدراڼ هم وویل، چې په خوست کې د ځنغوزیو د فابریکې په جوړېدو سره ددې محصول بیه زیاتېږي او د بڼوالو په اقتصادي وده کې مرسته کوي.