د کمال‌خان بند پرانیسته او د اوبو مدیریت ملي ورځ مو مبارک

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۹:۳۹
افتتاح بند کمال‌خان و روز ملی مدیریت آب مبارک

نن، د ۱۴۰۰ کال د وري څلورمه، ددې ترڅنګ چې د اوبو مدیریت ملي ورځ ده، داسې پېښه ده چې په تاریخ کې ثبتېږي. دا پېښه د کمال‌خان د بند پرانیسته ده، چې هېوادوال په ځانګړې توګه د هېواد بزګرانو یې له لسیزو را په دې خوا د بشپړېدو هیله لرل.
د کمال‌خان بند په پرانیستې سره، څه باندې ۱۷۴ زره هکټاره ځمکه خړوبه او کرکېلي ته چمتو کېږي.
په ډاډ سره ولی شم، چې دا بند د نیمروز ولایت د هېواد په یوبل کرنیز قطب بدلوي.
د لا زیاتو ځمکو خوړوبېدل او د تولید زیاتوالی، د هېواد بزګرانو او مالدارانو ته، د روښانه راتلونکې پېلامه ده.
ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه ګرانو بزګرانو ته د اوبو مدیریت د ملي ورځې او د کمال خان د ارزښتناک او له اهمیته ډک بند د پرانیستې مبارکي وایم.
د ځان بسیا افغانستان په هیله
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر
ډاکټر انوارالحق احدي

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

خوست کې د ګانګو تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ګانګو وینې بهېدونکې تبې  ناروغۍ د مخنیوي په موخه کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
یاد کمپاین د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

بازگشت