د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د کرنې وزیر د ترکیې جمهوري دولت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۹ - ۱۴:۳۶
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د کرنې وزیر د ترکیې جمهوري دولت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سره وکتل

۱۹ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي ترکیې ته دخپل سفر په ترڅ کې ددې هېواد د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال یاوز سلیم کران سره وکتل.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دې کته کې وویل، چې د ترکیې او افغانستان اړیکې ډېرې ښې او لرغونې دي او د دواړو هېوادونو موخه داده، چې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګرۍ زیاتې شي.
یاوز سلیم کران وویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت او د ترکیې جمهوري حکومت ترمنځ د کرنې په برخه کې د تخنیکي، علمي او اقتصادي همکاریو د زمینې برابرولو هوکړه لیک، د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته کوي. هغه دغه راز یادونه وکړه، چې د سوداګرۍ په برخه کې د کرنې وزیر انوارالحق احدي تجربې هم د ترکیې او افغانستان اړیکې پراخوي.
د ترکیې جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل، چې ترکیه تر دې دمه افغانستان ته د وړتیالوړونې په برخه کې څلور زره اسکالرشیپونه ورکړي دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مستیال زیاته کړه، چې له افغانستان سره دترکیې مرستې ناڅاپي نه دي او د نوي هوکړه لیک په لاسلیک سره ډېرېږي.
یاوز سلیم کران د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان دکرنې وزیر له هلو ځلو مننه وکړه.
تر هغه وروسته د افغانستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي وویل، چې د ترکیې هېواد په تېرو ۲۰ کالو کې د افغانستان له بیارغونې، کرنې او نورو برخو سره مرستې کړي دي او له دغو مرستو او دغه راز د ژنیو په کنفرانس کې افغانستان لپاره د ترکیې د ۷۵ میلیونه ډالرو د مرستې د ژمنې په پار له یاد هېواد څخه مننه وکړه.
دکرنې وزیر د اسکالرشیپونو په برخه کې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو یې کچه لوړ شي.
ښاغلی احدي وویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت او د ترکیې جمهوري حکومت ترمنځ د کرنې په برخه کې د تخنیکي، علمي او اقتصادي همکاریو د زمینې برابرولو هوکړه لیک، د دواړو هېوادونو ترمنځ یو ښه او عالي پیل دی، ترڅو د دواړو خواوو اړیکې پیاوړې شي.
د افغانستان دکرنې وزیر وویل هیله ده، چې دا هوکړه لیک په سمه توګه تحقق پیدا کړي او پلي شي.
په دې لیدنه کې د نورم او اسټنډرډ ملي ادارې مشر عزیز احمدزی، د جمهوري ریاست د چارو په اداره کې د زېربناوو او قراردادونو د حقوقي څانګې د انسجام رییس ولید اکبر سروري، د بهرنیو چارو وزارت استازی او د کرنې وزارت یوشمېر رییسان شتون درلود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د هلمند مرکز او ١٨ ولسوالیو کې د اورښت کچې معلومولو آلې نصبېږي


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د اقلیم د څارنې او د اوبو د ښه مدیریت په موخه په مرکز لښکرګاه او ټولو ولسوالیو کې د اورښت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۹
Background image

هلمند کې د مالدارۍ سکټور په برخه کې د پانګونې لیوالتیا زیاته شوې


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
هلمند کې د مالدارۍ سکتور ورځ تر بلې د بهبود او پیاوړتیا په حال کې دی،  په همدې لړ کې ګڼو هلمندوالو په یاده برخه کې پراخې پانګونې کوي، چې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۶
Background image

ختیځ کې دمېوو ٣٤ تصدیقي نیالګیو روزنې مرکزونو وروستۍ ارزونه ترسره شوه


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه د ننګرهار د تخمونو د تصدیق د ورکړې امر انجنیر نعمت الله اکبري په مشرۍ یو تخنیکي. . .

بازگشت