لغمان کې په ۶۰۰ جریبه ځمکه کې نیالګي اېښودل کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۴:۵۳
لغمان کې په ۶۰۰ جریبه ځمکه کې نیالګي اېښودل کېږي

۱۱ کب ۱۳۹۹
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږکال د یاد ولایت د بڼوالو، ځمکوالو او بزګرانو له خوا په نږدې ۶۰۰ جریبه ځمکه کې د مثمرو او غیر مثمرو ونو نیالګي او دغه راز د زینتي بوټو نیالګي اېښودل کېږي.
په مثمرو نیالګیو کې یې د زردالو، شفتالو، مڼې، ناک، لیمو او مالټې نیالګي شاملې دي.
په همدې حال کې د لغمان د کرنې ریاست په پام کې لري، چې ددې ولایت په کچه څه باندې پنځه زره مثمر او غیر مثمر نیالګي د اېښودو په پار پر خلکو ووېشي.
په ورته وخت کې، د خصوصي سکټور د قورویو له لارې هم یو میلیونه او ۵۹۲ زره او ۷۰۰ نیالګېږي تولیدېږي

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت