تېرو درو کلونو کې فراه کې یوزرو ۲۴۷ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي
۳ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې دودې او کلیوالي پراختیا پروژې «CBARD» له لارې په تېرو درو کلونو کې په دې ولایت کې یوزرو ۲۴۷ جریبه نوي بڼونه جوړ کړي دي.
یاد بڼونه چې د فراه ولایت په خاک سفید او پشت رود ولسوالیو کې جوړې شوي دي، د انارو، انګورو، شفتالو، آلو، عنابو، ناک او بادامو بڼونه په کې شاملې دي.
دغه راز د یادې پروژې له لارې پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ ۲۶۲ کڅوړې وېشل شوي او انګورو بڼوالو ته ۳۰ ممیزخونې هم جوړې شوي دي.