ارزګان کې د نیالګیو اېښودو کمپین پیل شو
۲۹سلواغه ۱۳۹۹
د ارزګان د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د نیالګیو اېښودو کمپین د ارزګان سرپرست والي انجنیر نعمت الله بختيار، د کرنې رییس احمدشاهخيري، سیمه ییزو چارواکو او د خلکو استازو په شتون کې پیل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ارزګان سرپرست والي وويل: «ارزګان کې هرکال په بېلابېلو نومونو زرګونه نیالګي کرل کېږي خو سږکال دې هر ازګانی درې نیالګي یو د ځان لپاره، بل د هېواد او ارزګان د سمسورتیا په پار او درېیم د سولې په موخه کښېنوي. »
د ارزګان سرپرست والي ددې ولایت له اوسیدونکو څخه غوښتنه وکړه، چې په دې کمپین کې برخه واخلي ترڅو هېواد مو زرغون او د سولې، ورورۍ او اخوت پیلامه شي.
د ارزګان سرپرست والي وویل: «د ارزګان ولایت د زرغونتیا او سمسورتیا په پار دې ټول ارزګانيان هلې ځلې وکړي، نیالګي دي کېنوې او پر وخت یې پالنه وکړي.»
په همدې حال کې د ارزګان د کرنې رییس احمدشاه خيري وویل، ددې لپاره چې ارزګان نسبتا یو ګرمسېر ولایت دی، د نیالګیو اېښود لړۍ پکې د سلواغې په میاشت کې پیل او د کب تر پایه ادامه لري.
ښاغلي خيري وویل، چې ددې کمپین په ترڅ کې د ارزګان د کرنې ریاست له خوا د ښار په بېلابېلو برخو کې اووه زره زينتي نیالګي اېښودل کېږي او ترڅنګ یې د ارزګان ولايت مرکز اوو ولسوالیو کې د شکرپارې ۲۵ هکټاره نوي بڼونه جوړېږي.
احمدشاه خيري وویل،چې سږکال د ارزګان دکرنې ادارې له خوا د اووه زره نیالګیو سربېره د خصوصي سکټور په نرسریو کې نږدې ۱۷۹ زره او ۵۰۰ نیالګي تولید او پر بزګرانو او بڼوالو د وېش په پار چمتو شوي دي.
همدارنګه ښاغلي خيري وويل، نه يوازي دا چي دنيالګيو کېنول د چاپېریال د زرغونتیا اوهوا دپاکوالي لامل کېږي، ترڅنګ یې د هېواد او په ځانګړې توګه د ارزګان ولايت په اقتصاد کې هم مهم اغيزه لري.
د ارزګان ولایت د کرنې ریاست ددې ولایت له خلکو غواړي، چې په دې کمپین کې ونډه واخلي او د ونو او نیالګیو ساتنې او څارنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.